تازه خبرونه

د اعتماد او یووالي په لور موضوع لاندې غونډه ځنډول شوې

زلمي خلیلزاد دا غونډه سیاسي بللې خو د غونډې تنظمیموونکي وایی چې دا غونډه سیاسي نه ده بلکې په دې ی تمرکز دې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې نورې هم پیاوړې شي
د اعتماد او یووالي په لور موضوع لاندې غونډه ځنډول شوې

ددې غونډې مهمه موخه دا ده چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لا ښو اړیکو لپاره نورې لارې وموندل شي

د ساوتھ ایشین اسټریټجک سټډي انسټیټیوټ” له خوا پرون اعلان وشو چې لومړی سیمه ییز ډایلاګ، چې عنوان ی اعتماد او یو والي په لور ټاکل شوی و او د اګست پر ۲۵ او ۲۶ په اسلام‌اباد کې ترسره کېدونکی و، اوس به دا غونډه د سپتمبر په وروستیو اوونیو کې تابیا شي

د غونډې تابیا کوونکو منتظمینو په وینا دا پرېکړه ځکه وشوه چې غونډه لا نوره پیاوړې او اغېزمنه شي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې دا دوه ورځنی ډایلاګ به د سیاسي او مدني ټولنو د ډلو استازي، د ښځو د حقونو فعالانې، د ژورنالیزم اتحادیې او د مطبوعاتو استازي سره راټول کړي، څو د متقابل درک او پوهاوي فضا نوره هم وغځوي، اړیکې ټینګې کړي او د قانون د واکمنۍ او د ولسي استازو پر بنسټ د حکومت اصول روښانه کړي

دغه ډایلاګ چې د افغان مشرتابه او افغان مرکزیت پر بنسټ ولاړ دی، د پاکستان سره د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه ده. د دې موخه دا ده چې د پاکستان د مدني ټولنې، پالیسي جوړونکو او علمي ادارو سره په ګډه د باور فضا رامنځته کړي، د ولسي کچې سیمه ییزو ستونزو ته حل لارې ومومي او په افغانستان کې د درناوي وړ او تلپاتې سولې لپاره ونډه واخلي۔

یاد ډایلاګ د اسلام‌اباد له لوري د هغو هڅو پیل دی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تفاهم او همکارۍ د زیاتوالي لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.

دلته باید ددې خبرې هم یادونه با وشي چې د زلمی خلیلزاد په ګډون ځینو شخصیتونو د دې ډایلاګ پر ضد بې‌اساسه پروپاګند کړی و، خو د منتظمینو او چارواکو له لوري دا پروپاګند په کله رد شوې او په غبرګون کې ی ویل شوي و چې دا غونډه یوه علمي غونډه ده چې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د اړیکو په لا پیاوړتیا ی تمرکز دې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *