تازه خبرونه

د اسټریلیا حکومت د بشري حقونو په سرغړونه او د ښځو او انجونو په ځورونه د افغان طالبانو په چارواکو سفری او مالی بندیزونه لګولی

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي
د افغان طالب چارواکو د اسټریلیا حکومت لوري دې بندیزونو په اړه کوم دریځ او غبرګون نه دې ورکړې

افغان سوداګرو جلال اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي دي چې د سرحد تړلو له وجهې دوه میلون څخه تر ۳ ملیونه ډالره زیان رسیږي،سوداګرو وایی دوی به له ملاعبدالغني برادر سره دا ستونزه را اوچته کړي

 د اسټریلیا حکومت د افغانستان د طالبانو پر څلورو لوړپوړو چارواکو مالي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګولي دي، چې لامل یې په افغانستان کې د بشري، ښځو او نجونو د حقونو  سرغړونو دوام بلل شوی دی

بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ د شنبې په ورځ اعلان کړی چې اسټریلیا د بندیزونو یوه خپله، ځانګړې  او خصوصی تګلاره جوړه کړې چې په مستقیم ډول د طالبانو پر چارواکو د فشار د زیاتولو لپاره کارول کېږي. دا نوې تګلاره په افغانستان د وسلو په لیږلو او اړوندو خدماتو هم بشپړ بندیز لګوي

لوړپوړي چارواکی چی د بندیز لاندی راغلی

د اسټریلیا د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې دا څلور طالب چارواکي په ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو، او د قانون حاکمیت د کمزوري کولو په پروسو کې مستقیم رول لري. چی پکی د امر بالعروف او نهې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفې، د لوړو زدکړو وزير  محمد ندیم، عبدالحکیم شرعي – د عدلیې وزیر او عبدالحکیم حقاني – ستر قاضي شامل دی

وزیرې وونګ ټینګار وکړ چې دغو چارواکو په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون پر حقونو سخت محدودیتونه لګولي دي

ستر قاضي عبدالحکیم حقاني لا دی وړاندې د نړیوال جزایي محکمې له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د بشریت ضد جرمونو په تور د نیولو د نړیوال حکم لاندې هم دی

د بندیزونو وجوهات  

له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ښځو حقونه په پراخه او منظم ډول محدود شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر پوهنتونونو د زده کړو بشپړ بندیز ولګېد او ښځې  له کار څخه منع  کړې شوې

ملګرو ملتونو ویلي چې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې، چې د افغانستان د ټولو ښوونځي‌عمر نجونو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي. د ښځو د کار بندیز د هېواد اقتصادي او بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی

دا نوې د اسټریلیا  تګلاره د هغو ۱۴۰ کسانو او ادارو د بندیزونو له موجود لېست سره یوځای کېږي چې لا دمخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو په چوکاټ کې شامل دي

وونګ وویل چې د بندیزونو په دغه نوې کړنلاره کې د بشري مرستو لپاره ځانګړی معافیت په پام کې نیول شوی ترڅو مرستې د افغانانو تر لاسه ورسېږي

تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه دې بندیزونو ته غبرګون نه دی ښودلی

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *