تازه خبرونه

 ایف آئی ای وایی چې په غیرقانوني کاروبار حواله هنډی کی ککړ دوه ملزمان ی نیولي

ایف ایی ای اهلکارو ویلي چې په غیرقانوني کاروبار حواله هنډي کې ککړ د دو ملزمانو څخه ی کروړونه روپۍ ترلاسه کړي دي او نورې پلټنې تری روانې دي
د ایف آی اې چارواکي د حواله هُنډۍ پر ضد د عملیاتو پر مهال نیول شوې نغدي پیسې او شواهد څېړي او له نیول شوو کسانو ی پلټنې پیل کړي دي

د ایف آی اې د مشر په لارښوونه ترسره شوې عملیاتو کې له چکدرې او بټګرامه څخه نیول شويو کسانو نه نغدي پیسې او مهم شواهد ترلاسه شوي دي

پېښور : وفاقي د  پلټنو ادارې (ایف آی اې) د حواله هُنډۍ پر ضد په پراخه عملیاتو کې دوه کسان نیولي او له هغوی څخه یې کروړونه نغدي پیسې هم برامد کړي  دي

د ایف آی اې د ویاند په وینا، دا عملیات د ډي جي ایف آی اې په لارښوونه د ایف آی اې د پېښور زون له خوا ترسره شوي، چې پکې د کمرشل بینکنګ سرکل پېښور او د کمپوزېټ سرکل ایبټ آباد ګډ ګډون درلود

د ویاند له مخې، نیول شوي کسان عبدالله او محمد ندیم نومېږي. عبدالله له  سوات چکدرې او محمد ندیم له بټګرام څخه نیول شوی دی. دواړه کسان د حواله هُنډۍ په غیر قانوني کاروبار کې ککړ وو

ایف آی اې ویلي چې د عبدالله له ولکې څخه یو کروړ او دوه لکه روپۍ او د محمد ندیم له ولکې څخه درې لکه روپۍ ترلاسه شوې دي

اداره وايي  له دواړو کسانو څخه موبایل تلیفونونه او د حواله هُنډۍ اړوند مهم شواهد هم نیول شوي دي

د ایف آی اې د ویاند په وینا، نیول شوي کسانو څخه  د ترلاسه شوو پیسو په اړه چارواکي مطمین نه کړل، چې له امله یې هغوی نیول شوي او پر ضد یې رسمي پلټنې پیل شوې دي

ادارې زیاته کړې چې د نیول شويو کسانو د نورو همکارانو د نیولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې چاپې وهل کېږي او د حواله هُنډۍ د شبکې د بشپړ له منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري

حواله هنډي او د نشه ی توکو کاروبار

دا مهمه ده او باید دلته ی یادونه وشی چې د غیرقانوني کاروبار حواله هنډي کې ککړو کسانو اړیکې له نړیوالو نشه ی توکو کاروبار کووونکو سره وی او هم دای پیسې دوی یو هیواد څخه بل هیواد ته استوي چې له امله ی په نړیواله کچه پاکستان بدنام شوې دې ځایی خلک غوښتنه کوي چې دې غیرقانوني کاروبار او د نشه ی توکو په کاروبار کې ککړو کسانو پر ضد دې ملکي ادارې سخت ګامونه پورته کړي ترڅو پاکستان په نړیواله کچه له بدنامیدلو بچ کړي

Related Articles

د پاهلګام پېښې وروسته د سیمې اقتصادي او سیاسي حالت تر بحث لاندې دی. د سیاحت پورې تړلې معیشت زیانمنه شوې او د امنیتي پالیسیو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي

April 22, 2026

د پاک-افغان پولې تاوتریخوالی؛ د افغانستان د کونړ له لوري د باجوړ لغړۍ کلي باندې د مارټر بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، څو کسان ټپیان شوي او ځايي ودانیو ته زیان رسېدلی دی

April 22, 2026

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *