تازه خبرونه

افغان ځواکونو د مخالفې وسله والې ډلې مشهور کمانډر له منځه وړې

افغان ځواکونو په دې استخباراتي عملیاتو کې د افغان حکومت ضد فعال یو کمانډر قیوم خیګدای په ضد بریالي عملیات ترسره کړي دي
افغان ځواکونو د مخالفې وسله والې ډلې مشهور کمانډر له منځه وړې

د دفاع او سیاسي چارو کارپوهان وایی چې د افغان ځواکونو د یو مخالف وسله والې ډلې کمانډر په ضد عملیات او له منځه وړل لویه بریا ده.

افغانستان : د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د افغانستان استخباراتي ادارې جي ډي ایی په یوه استخباراتي عملیاتو کې د  افغان حکومت په ضد فعال کمانډر قیوم خیګدای له منځه وړل تاید کړي دي.      

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه عملیاتو کې د جي ډي آی دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. کمانډر قیوم خیگدایي د نهریـن او اندراب په سیمو کې د مزاحمتي ډلو مشري کوله او د افغان امنیتي سرتېرو او پوستو پر ضد په بریدونو کې ښکیل وو

د جي ډي آی چارواکي وایي، دا عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي، چې هدف یې د ترهګرو پر وړاندې کاروايي او په بغلان کې د امنیتي وضعیت ښه کول وو

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې افغان چارواکو تل د پاکستاني لوړپوړه چارواکو سره ژمنه کړې چې افغان خاوره به د پاکستان په ضد نه کارول کیږي خو بیا هم داسې ترهګر په افغان خاور شتون لري چې دوی د پاکستان په ضد بریدونو کې ککړ دي. پاکستان تل ددې ترهګریز بریدونو شواهد افغان چارواکو ته وړاندې کړي دي او افغان چارواکو ژمنه کړې چې دوی به هیڅکه هم وسله والو ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په ضد افغانستان کې فعالیتونو ته دوام ورکړي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *