تازه خبرونه

افغان دولت دې د کالعدم ترهه ګرو خلاف کارروائي وکړي يا دې پاکستان ته وسپاري،خارجه وزير اسحاق ډار

هند ته د مذاکراتو لپاره سوال منت نشو کولې که مذاکرات کيږي نو د کشمير مسئله به پکښې د ټولو مخکښې وي،خارجه وزير
افغان دولت دې د کالعدم ترهه ګرو خلاف کارروائي وکړي يا دې پاکستان ته وسپاري،خارجه وزير اسحاق ډار

د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليږي،خارجه وزير

نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار اسلام آباد کښې پريس کانفرنس ته وينا په مهال په اهمو قامي،علاقائي او نړي وال معاملو بشمول د خپل بهرملکي دورو په حواله تفصيلې خبرې کړېدي، د هغه وينا وه چې د کابل، بنګله ديش او امريکې دورې ئې ګټه ورې وې چې پکښې دې ملکونو د چارواکو سره په مهمو نکاتو خبرې شويدي ۔ د اسحاق ډار وينا وه چې د جولائۍ او اګست مياشتې د سفارتي کوششونو او کاميابو په حواله د پاکستان د تاريخ د ټولو زيات متحرک دور وو،دې دوه مياشتو دوران مهم پرمختګونه رامخې ته شوي وو،د اسحاق ډار وينا وه چې د پاکستان ۔ افغانستان او ازبکستان ترمينځ ريلوے پټلۍ د غزولو په تاريخي لوظنامه کابل کښې لاس ليک شوې وو دې نه علاوه په شلم اګست د پاکستان ، افغانستان او چين د خارجه وزيرانو سه فريقې مذاکرات هم شوي وو چې پکښې درې واړو ملکونو ترمينځ اړيکوپراختيا،پولو سيکيورټۍ صورتحال،د افغانانو واپسي او په نورو مهمو معاملو خبرې شوي وې ، خارجه وزير زياته کړيده چې د کابل ملاقاتونو دوران ئې افغان چارواکو سره په پاکستان د ترهه ګرو د حملې معامله پورته کړې وه او افغان دولت ته مو وئيلي دي چې يا خو دې دغه ترهه ګر پاکستان ته حواله کړي يا دې افغان دولت په خپله د دوي خلاف کارروائي وکړي ۔ د افغانستان په ننګرهار او خوست ولايتونو کښې د مبينه ډرون حملو او پاکستان ته د احتجاج په معامله د يوې پوښتنې په جواب کښې اسحاق ډار ووئيل چې
اصل صورتحال معلومولو لپاره د دې حملو تحقيقات کول پکار دي،خارجه وزير تصديق کړېدے چې افغان چارواکو پاکستاني سفير له د دې حملو متعلق احتجاجي خط سپارلې دے ۔ پريس کانفرنس ته وينا په وخت خارجه وزير د هند خلاف د پاکستان کامياب سفارتکارۍ ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې هند سره پيدا شوي تاؤ تريخوالي په معامله نړي والې ورورولۍ د پاکستان د موقف تائيد کړېدے،د اسحاق ډار وينا وه چې د کشمير مسئلې بشمول په ټولو معاملو او مسائلو هند واکمنو سره خبرو لپاره تيار يو خو هندته د مذاکراتو لپاره سوال او منت نشو کولے ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *