تازه خبرونه

افغانستان کې په انټرنیټ بندیز: د پاکستان مخابراتي شرکتونو کې د اندیښنو لامل جوړ شوې

پوهان وایی چې په انټرنیټ بندیز به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ باندې هم بده اغیزه وکړي.
په افغانستان کې په انټرنیټ بندیز به عام اولس هم له معلوماتو لاس ته راوړنو څخه منع کړي

پوهان وایی چې په انټرنیت بندیز عام اولس له ډیجیټل حقونو څخه لرې ساتل دي او دا د انساني حقونو څخه سرغړونه ده

په داسې وخت کې چې د پاکستان مخابراتي شرکت پاکستان ټیلی کمیونیکیشن په افغانستان کې د فایراپټک کیبل انټرنیټ په میدان کې پانګونه کوي د افغانستان اسلامي امارت څخه په انټرنیټ بندیزونو په افغانستان کې په ځایی اولس او د پی ټي سي ایل شرکت دې بندیز په اړه د اندیښنې څرګندونه کړې ده.

  د بشپړه تفصیلاتو ترمخه د  افغانستان لنډمهاله حکومت تازه د انټرنېټ پر کارولو بندیزونه لګولي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان مخابراتي کمپني  ، پي ټي سي ایل دیو مخکښې پانګونې شرکت په حیثیت مخې ته راځي او په افغانستان کې پانګونه کوي.

د پاکستان ټیلي کمیونیکیشن سره نور د پاکستان مخابراتي شرکتونه هم په افغانستان کې د مخابراتي ستې په بیا رغونه کې یو مهم ګام او پرمختګ بلل کیږي ځکه دغه کمپنۍ د فایبر اپټیک شبکې په جوړولو کې ډیره فعاله برخه لري او دا په نړۍ کې او په ځانګړې توګه د افغانستان په شان هیواد کې په اقتصادي پرمختګ کې بنسټیز اهمیت لري.

 دلته باید یادونه وشی چې چې نن سبا د افغانستان اسلامي امارت له لوري دا پرمختګ د ځینو انټرنیټي بندیزونو لاندې راغلې ، ددې پریکړه رسمي دلیلونه په بشپړه توګه روښانه نه دي خو دا بندیز د ډیجیټل ازادۍ او د افغان وګړو پر ورځني ژوند د هغې د اغیزو په اړه اندیښنې راپورته کړي .

د اقتصاد او د انفارمیشن ټیکنالوژۍ کارپوهان وایی او خبردارۍ ورکوي چې دا ډول بندیزنه یوازې ټولنیزې اړیکې زیانمنوي بلکې دې سره په سوداګریز فعالیتونو هم ډیر بده اغیزه شي او بل دې سره د معلوماتو ترلاسه کولو کې هم خنډونه مخې ته راځي. دا هم باید یادونه وشي چې پوهان وایی چې دا بندیزونه د یو باثباته او په اقتصادي توګه د افغانستان بیا قوي کولو په لار کې خنډونه رامنځ ته کوي چې دې سره به لومړي د هیواد کمزورې اقتصادي له پسې زیانمن کړي او دا به د ټول هیواد او دا بندیز به د افغانستان په اقتصادي او ددې هیواد په اولس د ډیر زیات لوی زیان باندې تمام شي.

نورخبرونه

افغانستان کې د ښځینه تعلیم لپاره غږ جرم شو: ډاکټر فاروق اعظم افغان چارواکو بندي کړې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *