تازه خبرونه

اسلام آباد ځانمرګي برید: برید کې ککړ د فتنه الخوارج څلور غړي ترهګر نیول شوي

د استخباراتو ادارې، آیی بي څانګې او د ترهګرۍ ضد څانګې ،سي ټي ډي په ګډ عملیاتو کې د جوډیشل کمپلیکس جي ۱۱ په حمله کې د ټي ټي پي فتنه الخوارج د ترهګرو څلور غړي ونیول شول
د اسلام آباد ځانمرګي برید کوونکي په موټر سایکل د برید ځای ته راغلې

دا ځانمرګی برید د نومبر په ۱۱ نېټه ترسره شوی و، چې په کې د وکیلانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړې وو او تر ۳۶ پورې عام وګړي ټپیان شوي وو

اسلام آباد: په اسلام آباد کې د جوډیشل کمپلیکس ځانمرګي برید د هیواد د قانون پلي کوونکو ادارو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي. دا برید د ټي ټي پي ،فتنه الخوارج شبکې له خوا پلان شوی و، چې هدف یې د عدليی ارګانونو کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته زیات زیان رسول و. دغه ډلې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په ختیځو سیمو کې فعالیت لري او په پاکستان کې هم د ترهګریز فعالیتونو تجربه لري

د تحقیقاتو پر مهال، ساجد الله عرف شینا، چې د ځانمرګي بریدګر هینډلر دی، اعتراف وکړ چې د ټي ټي پي فتنه الخوارج قوماندان سعید الرحمن عرف دادالله، چې د باجوړ چرمانګ اوسېدونکی او د افغانستان اوسنی مېشت دی، هغه د ټیلیګرام له لارې د اسلام آباد په ځانمرګي برید کې د ګډون امر کړی و، ترڅو د قانون پلي کوونکو ادارو ته زیات زیان ورسېږي

دادالله د ساجد الله عرف شینا ته د ځانمرګي بمبار عثمان عرف قاري عکسونه هم استولي وو، څو هغه یې په پاکستان کې ترلاسه او اسلام آباد ته راولي. یاد ځانمرګي بمبار د اچین، ننگرهار، افغانستان اوسېدونکی و. ساجد الله عرف شینا هغه  اسلام آباد کې ځای پر ځای کړ

ساجد الله د اټکلونو پر بنسټ له پشاور د اکه بابا قبرستان څخه د ځانمرګي جیکټ ترلاسه کړ او د حملې په ورځ یې عثمان عرف قاري ته ځانمرګي جیکټ واغوست. د  ټي ټي پي فتنه الخوارج لوړپوړي مشران چې په افغانستان کې وو، د دې شبکې هر ګام څارلو او لارښوونه یې کوله

د چارواکو په وینا، په دې پیښه کې بشپړککړ کسان نیول شوی دی. عملیاتو کې د عملیاتو قوماندان او د هغه درې نور ملګري هم شامل دي. تحقیقات لا هم روان دي او نور جزئیات او د احتمالي نیونې تمه کېږي

نورخبرونه: اسلام آباد ځانمرګي برید: کالعدم جماعت الاحرار ددې برید ذمه واري قبوله کړې

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *