تازه خبرونه

  اروپایی ټولنې د پاکستان ستاینه کړې ده

اروپايي ټولنه وايي پاکستان د بشري حقونو، مزدورانو د حقونو، ښه حکومتولۍ او چاپېريالي ساتنې په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي
په بروکسل کې د پاکستان او اروپايي ټولنې د ګډ کمېسيون د غونډې پر مهال د دواړو لوريو استازي

اروپايي ټولنې د پاکستان له لوري د مرګ سزا د نړيوالو معيارونو سره د سمون او د تشدد او ناوړه چلند پر ضد د لومړنيو ګامونو ستاينه کړې ده

اروپايي ټولنې د عمومي امتيازي سکيم پلس د چوکات لاندې د ۲۷ نړيوالو کنوانسيونونو د پلي کېدو په برخه کې د پاکستان پرمختګ په ښو ټکو کې ستایلې دې

 دغه کنوانسيونونه د بشري حقونو، مزدورانو د حقونو، شفاف حکومتولۍ او چاپېريالي ساتنې له مهمو برخو سره تړاو لري

د اروپايي ټولنې وینا ده د چی ایس پی پلس  حيثيت د پرمختيايي هېوادونو لپاره يوه ځانګړې امتيازي لاره ده چې موخه يې دوامدار پرمختګ او ښه حکومتولي هڅول دي

د دې سکيم لاندی د پاکستان نږدې دوه پر درېيمه برخه صادرات اروپايي ټولنې ته له ګمرکي محصول پرته لاسرسی لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت  وایي  د پاکستان او اروپايي ټولنې د ګډ کمېسيون پنځلسمه غونډه د ډسمبر په ۱۷مه په بروکسل کې ترسره شوه، چې پکې د دواړو لوريو ترمنځ د بېلابېلو برخو د همکارۍ او پرمختګ جاج واخيستل شو.

په دې غونډه کې د پاکستان له لوري د ۲۷ نړيوالو کنوانسيونونو پر پلي کېدو هم بحث وشو. همدارنګه د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د دسمبر په لومړۍ نېټه د جمهوریت، حکومتولۍ، د قانون واکمنۍ او بشري حقونو د فرعي ډلې په غونډه کې هم ګډون کړی و

د حکومتی وینا ترمخه  اروپايي ټولنې د پاکستان له لوري د مرګ سزا د نړيوالو معيارونو سره د سمون او د تشدد او ناوړه چلند پر ضد د لومړنيو ګامونو ستاينه کړې ده

 د اقلیتونو  لپاره د کمېسيون جوړېدل هم د پرمختګ په توګه ياد شوي دي

اروپايي ټولنې پر پاکستان ټينګار کړی چې د راتلونکې چی ایس پی پلس د څار راپور تر خپرېدو وړاندې دې بيړني ګامونه ګړندي کړي او د بشري حقونو او حکومتولۍ په برخه کې دې اصلاحات روان وساتي

 په غونډه کې د بيان او رسنيو ازادي، جبري ورکېدنې، د قضايي خپلواکۍ، مذهبي ازادۍ او د لږکيو د حقونو پر موضوعاتو هم تفصيلي خبرې شوې دي

پاکستان اروپايي ټولنې ته د بشري حقونو د ملي عمل پلانونو لاندې د ترسره شوو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او د بشري حقونو د ودې او ساتنې لپاره د ملي ادارو د هڅو تفصيل يې شريک کړي دي

 اروپايي ټولنې د ښځو، ماشومانو، لږکيو، کارګرانو او کډوالو د حقونو، او همدارنګه د بيان د ازادۍ د خونديتوب لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ ته د دوام ژمنه کړې ده

پاکستان ته د کی ایس پی پلس  حيثيت په ۲۰۱۴ کال کې ورکړل شوی و، چې وروسته تر هغې د پاکستان د ټېکسټايل صادراتو کې ۱۰۸ سلنه زياتوالی راغې

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د اروپايي پارلمان له لوري د پاکستان په ګډون د پرمختيايي هېوادونو لپاره د  چی ایس پی پلس موده د څلورو نورو کلونو لپاره، يعنې تر ۲۰۲۷ پورې، وغځول شوه

د اروپايي ټولنې د جی ایس پی پلس کنوانسيونونو د پلي کېدو د معلوماتو له مخې، پاکستان ټول ۲۷ نړيوال کنوانسيونونه توثيق کړي دي، چې وروستي يې د ملکي او سياسي حقونو نړيوال کنوانسيون او د تشدد او غير انساني چلند پر ضد کنوانسيون دي.

اروپايي ټولنې د څار په لړ کې ۱۳ مهمې برخې د لومړيتوب په توګه ټاکلې دي، چې پکې جبري ورکېدنې، د تشدد مخنيوی، د بيان او عقيدې ازادي او د لږکيو حقونه شامل دي

د نومبر په مياشت کې په پاکستان کې د اروپايي ټولنې سفير رائمونډس کاروبلس ويلي وو چې پاکستان ته اړتيا ده چی د چې ایس پی پلس تر چوکات لاندې خپلې ژمنې لا پياوړې عملي کړي.

 هغه ټينګار کړی و چې دا به يو ځانګړی څارنيز ماموريت وي، چې د ټولو اړينو ملګرو ملتونو کنوانسيونونو د پلي کېدو جاج واخلي، څو د سکيم د شرايطو بشپړوالی تائيد شي

Related Articles

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

اسلام آباد کې د درنې ټرافیک بندیز د انرژۍ بحران رامنځته کړی؛ د اټک ریفاینري مرکزي یونټ بند شوی، د خامو تیلو رسونه درېدلې او د ذخیره ټانکونو د ډکېدو له امله تولید هم معطل شوی دی

April 22, 2026

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *