تازه خبرونه

یو امریکایی جریدې د افغان طالبانو ادعاوي بې اساسه او دروغ ثابتې کړي دي

امریکایی جریدې په راپور کې ویلي دي چې افغان طالبانو په بګرام هوایی ډګر کې زړې امریکایی جنګي الوتکې او زغره وال ګاړي یوازې رنګ کړي دي
پاکستان په افغانستان کې پاتې دې امریکایی وسلو په اړه سخت اندیښنه څرګنده کړې ده

فایل فوټو(بګرام هوایی ډګر) : له افغانستان څخه د نیټو او امریکایی ځواکونو وروسته د ملیاردونو ډالرو وسلې په افغانستان کې پاتې شوي دي، راپورونه وایی چې دا وسلې ناقانونه ګرځولې شوې ډله لاسونو له هم ورغلي دي

د افغان طالبانو د رژیم له لوري د بګرام هوايي اډې پر پوځي چمتووالي د پروپاګنډې په اړه امریکایي جریدې راپور خپور کړی دی

د امریکایي جریدې له مخې، د سپوږمکۍ انځورونه او نور شواهد دا ثابته وي چې په بګرام هوايي اډه کې د جنګي الوتکو او زغره‌والو وسایطو د چمتووالي ادعاوې حقیقت نه لري

راپور وایي چې طالب رژیم ناکاره الوتکې او زغره‌وال ګاډي یوازې رنګ کړي او د رن‌وې پر سر یې درولي دي

د امریکایي جریدې د راپور له مخې، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د ګمراه کوونکې پروپاګنډې په توګه جنګي تمرینونه، د الوتکو ترمیم او پوځي پریډونه خپاره کړل

کارپوهان وایي چې دغه راپور دا اندېښنه لا زیاتوي چې طالبان په عملي ډول د خپلو امنیتي اړتیاوو لپاره پر  غیر منظم وسله‌والو ډلو تکیه کوي

یادونه ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۷.۱ میلیارده ډالره امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات پاتې شول، چې وروسته د طالبانو او بېلابېلو سخت‌دریځو ډلو لاس ته ولوېدل

د امنیتي چارواکو ترمخه ناقانونه ګرځولې شوو ډله په اړه هم داسې معلومات خپاره شوي دی چې دې ډلې سره امریکایی وسلې دي او په خپلو بریدونو کې ی د پاکستان پر ضد کاروي ، دا ستونزه پاکستان په نړیوالو فورمونو هم راپورته کړې ده چې له نیټو څخه په افغانستان کې پاتې وسلې ترهګرو لاسونه ته ورغلي دي کومې چې د سیمې د من او ثبات لپاره یو لوی ګواښ دې

Related Articles

د پاهلګام پېښې وروسته د سیمې اقتصادي او سیاسي حالت تر بحث لاندې دی. د سیاحت پورې تړلې معیشت زیانمنه شوې او د امنیتي پالیسیو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي

April 22, 2026

د پاک-افغان پولې تاوتریخوالی؛ د افغانستان د کونړ له لوري د باجوړ لغړۍ کلي باندې د مارټر بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، څو کسان ټپیان شوي او ځايي ودانیو ته زیان رسېدلی دی

April 22, 2026

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *