تازه خبرونه

پیښور کې د شلو زرو روپو موبایل لپاره یو ځوان قتل کولو والا افغان وګړي دي

پولیس وایی دې افغان وګړو د پاکستان قومیت حاصلولو لپاره پاکستاني اسناد جوړ کړې وو
دې افغان شوکمارانو له شاه زیب څخه موبایل تښتولو پر مهال په هغه ډزه وکړې او هغه ی شهید کړو

پولیس وایی دوی د ځوان شاه زیب د وژنې اعتراف کړې دې او او د نورو پلټنو پر مهال له دوی نورو مهمو انکشافاتو تمه هم ده (د افغان وګړو لوري قتل شوي د ځوان شاه زیب فایل فوټو)

په دویم د جنورې شوکمارانو له یو ځوان څخه د ۲۰ شلو زرو موبایل تښتولو لپاره د یو ځوان شاه زیب قتل وکړو ، پولیسو ویلي دا شوکماران افغان وګړي ثابت شوي دي او د پاکستان جعلي اسناد ی جوړ کړې وو

 د پولیسو په وینا  د موبایل تښتونې پر مهال د شاه‌زیب په نوم ځوان باندې ډزې کوونکي افغان شوکماران نیول شوي دي

د ایس پي کینټ په وینا، پولیسو د ټکنالوژۍ په مرسته د پېښې عاملین ونیول۔ نیول شوو ملزمانو د پاکستان تابعیت حاصلولو لپاره  جعلي اسناد جوړ کړي وو

یاده پېښه یوه اوونۍ وړاندې د شهید آباد سیمې، د فوجي سټینډ ته نږدې رامنځته شوې وه، چې پکې ځوان شاه‌زیب د موبایل تښتونې پر مهال د ډزو له امله وژل شوې وو

پولیس وایي، په پېښه کې ککړ دواړه د موبایل غلا او شوکماران ی نیولي دي  چې تعلق یې له ګاونډي هېواد افغانستان سره دی او دوی  د پېښور د کسټم چوک په سیمه کې استوګنه کوي

د پولیسو په وینا، ملزمانو یوه اوونۍ وړاندې د شاه‌زیب کور ته نږدې هغه یرغمال کړی و، خو د مقاومت پر مهال یې پرې ډزې وکړې او هغه ی مړ کړو دلته ددې خبر باید یادونه وشی چې د وینه تویلو خونړې پیښې پرته  دا افغان وګړي په یو شمیر نورو جرمي وارداتو کې هم د ککړتیا اعتراف کړی دی، او د پلټنو پر مهال له دوی څخه  د نورو مهمو انکشافاتو تمه هم کیدلې شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *