تازه خبرونه

په تورخم پوله افغان چارواکو ته د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې وسپارل شوې

مرستې چې په ۳۵ ټرکونو کې بار وي ، د وزیراعلی خیبر پښتونخوا په ځانګړې لارښوونه افغان زلزله ځپلو ته واستول شوې
په تورخم پوله افغان چارواکو ته د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې وسپارل شوې

په پاک افغان تورخم افغان چارواکو له پاکستان څخه مننه کړې چې په دې سخت وخت کې د کونړ زلزله ځپلو لپاره مرستې را ولیږلې

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلیٰ علي امین خان ګنډاپور د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د افغانستان د زلزلې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره توکي د تورخم په پوله افغان چارواکو ته وسپارل شول

د لنډي کوتل تحصیل انتظامیه چارواکي او د پي ډي ایم اې چارواکو دا انساني مرستې په تورخم پوله افغان چارواکو ته وسپارلې

دلته باید یادونه وشي چې په دې مرستو کې ۵۰۰ د ژمي لپاره ځانګړي خیمې، ۵۰۰ د کورنیو لپاره لوی خیمې، ۱۰۰۰ ترپال، ۱۵۰۰ کټونه، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۱۵۰۰ کمبلې، ۵۰۰ کمپلې شاملې وي.

په دې مرستو کې زلزله ځپلو لپاره د ضروري درملو دوه باروړونکي موټرهم شامل وو

افغان چارواکو،په دې سخت وخت کې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو لپاره ددې مرستو برابرولو او رالیږلې په خاطر د خیبر پښتونخوا له حکومته په ځانګړي ډول د وزیر اعلیٰ علي امین ګنډاپور څخه مننه وکړه

دلته دا هم مهمه ده چې د زلزلې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محسن نقوي افغان بهرنیو چارو وزیر سیراج الدین حقاني سره په ټیلیفون خبرو کې په دې غمجنه پیښه د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه او د پاکستان لوري ی ورسره د مرستو ژمنه کړې وه

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *