تازه خبرونه

پاکستان هرکال د سیلاب زیانونه نه شي زغملې: فیلډ مارشل عاصم منیر

د پاکستان پوځ مشر فیلډ مارشل قصور سیکټر او جلال پور ملتان کې د سیلاب ځپلو لپاره جوړ کړې شوي کیمپونه دوره کړې ده او سیلاب ځپلو ته ی د مرستې ډاډ ورکړې
فیلډ مارشل عاصم منیر د سیلاب ځپلو لپاره لوړ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اهلکار رول وستایلو

فیلډ مارشل عاصم منیر سیلاب ځپلو سره د بشپړ مالي مرستې ډاډ ورکړې دې

   د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال سيد عاصم منیر د سېلاب ځپلو د بيا میشتېدو او بحالۍ په برخه کې د بشپړ مرستې ډاډ ورکړی دی او ويلي يې دي چې ریاست نشي کولی هر کال د انسانانو د قېمتي ژوند او شتمنیو زغمل وکړي.

 د آئي اېس پي آر د خبر له مخې، فیلډ مارشال عاصم منیر د  قصور سېکټر   او  جلالپور پيروالا ملتان  کې د سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوي د  مرستو کيمپونو ته تللی و، هلته يې د روان وضعيت او د ژغورنې او مرستو د عملياتو جاج واخيست.

د آئي اېس پي آر په وينا، د پنجاب چیف سېکرټرۍ او د سول ادارو لوړ پوړي چارواکي هم د پوځ له مشر سره موجود وو، او هغه ته ی د سېلاب ځپلو سيمو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو.

نوموړي د سېلاب له امله د  ستونزو په هوارولو کې د ملکي او پوځی ادارو ګډ کار ته اشاره وکړه او له سول ادارو سره په خبرو کې يې د ښه حکمراني او د ولس‌پالې پرمختيا پر اهميت ټینګار وکړ.

عاصم منیر څرګنده کړه چې د خلکو د خوندي کولو لپاره د اړينو تدابيرو عملي کول او د زېربناوو چټکه وده اړينه ده څو د پرله‌پسې سېلابونو له ویجاړیو خوندي شي .

  د ولس‌پالې ژمنې تکرار

د پوځ مشر د ولس د هوساينې لپاره د هر ډول ګامونو ملاتړ ته د پوځ پر نه بدلېدونکې ژمنې هم ټینګار وکړ. .

 د سېلاب ځپلو او رضا کارانو ستاینه

فیلډ مارشال سيد عاصم منیر د خوندي ځایونو ته لېږدول شويو سېلاب ځپلو سره هم وليدل او هغوی ته يې د بيا میشتېدو او بحالۍ ډاډ ورکړ، ده همداراز د مرستندویه عملياتو په لومړۍ کرښه کې له بوختو پوځی سرتېرو، د رېسکیو 1122 کارکوونکو او پوليسو سره وکتل او د دوی لوړې حوصلې او په سختو حالاتو کې د ولس د خدمت کولو ستاینه ی وکړه.

نور خبرونه

وبه د ترهګرۍ په توګه کارول: د هند لوري پریښودل شوو اوبو پنجاب کې ویجاړي او زیانونه رامنځ ته کړې

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *