تازه خبرونه

وبه د ترهګرۍ په توګه کارول: د هند لوري پریښودل شوو اوبو پنجاب کې ویجاړي او زیانونه رامنځ ته کړې

د هند لوري په راوي او چناب کې د اوبو پریښودلو له امله ګوجرانواله کې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې
وبه د ترهګرۍ په توګه کارول: د هند لوري پریښودل شوو اوبو پنجاب کې ویجاړي او زیانونه رامنځ ته کړې

د اوبو اړوند محکمې د معلوماتو له مخې، د چناب، ستلج او راوي سیندونو د اوبو کچه په پرله‌پسې توګه لوړېږي او د خطر زنګ ته نږدې شوې ده

لاهور: د هندوستان لخوا د اوبو پرېښودو وروسته په پنجاب کې ویجاوړونکي سیلابونه راغلې دي او ځایی اولس ته سخت ځاني او مالي زیانونه رسولي دي

د هندوستان له‌خوا د اوبو پرېښودلو او د پرله‌پسې بارانونو له امله د راوي، چناب او ستلج په سیندونو کې سخت سېلابي حالت رامنځته شوی، چې د پنجاب بېله بیلې ضلعې یې ځپلې دي. ګڼ کلي او کورونه اوبه کې ډوب شوي دي، سړکونه ډوب شوي او ګڼې مېشتې سیمې له منځه تللو حالت ته رسیدلې دې او ځای اولس ی له سختو اندیښنو سره مخ کړې دې.

د اوبو اړوند محکمې د معلوماتو له مخې، د چناب، ستلج او راوي سیندونو د اوبو کچه په پرله‌پسې توګه لوړېږي او د خطر زنګ ته نږدې شوې ده. ضلعي ادارې په زیانمنو سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړی او د خلکو خوندي ځایونو ته د لېږد بهیر په چټکۍ روان دی

په ګوجرانواله ډویژن کې ۷ کسان مړه، ۳ کسان لادرکه شوي


ګوجرانواله ډویژن تر ټولو ډېر د سېلاب له امله ځپل شوی دی. د ګوجرانواله کمېشنر نوید حیدر په وینا، په ګجرات کې ۳ تنه، په سیالکوټ کې ۲ تنه، په نارووال کې ۱ او په ګوجرانواله کې ۱ کس مړ شوی دی. سربېره پر دې، د سیالکوټ د سمبړیال په سیمه کې درې تنه د سېلابي اوبو په څپو کې لادرکه شوي دي.

د ضلعي ادارې په وینا، د سېلابي څپو له امله لسګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لاندې تللې چې په نتیجه کې یې په لکونو روپۍ مالي زیان اوښتی دی.

د ژغورنې عملیات روان دي


د ریسکیو 1122 ډلې او د پاکستان پوځ سرتېري په زیانمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستې چارې پرمخ وړي. خلک د کښتیو او هیلیکوپټرو په مرسته خوندي ځایونو ته انتقالېږي .

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې هند لوري د ډیمونو پریښودلو وړاندې خبردارۍ ورکړل شو او پرون د پنجاب په ۶ ضلعو کې پوځ هم ځای په ځای شو چې د سیلابي څپو له وجهې د ژغورنې په چارو کې ګډون وکړي

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *