تازه خبرونه

پاکستان به په ۲۹اګست له افغانستان سره ټي ټونټي کرکټ سیالي کوي

د متحده عرب اماراتو په شارجه کښې به له ۲۹ اګست څخه درې ملکي د ټي ټونټي سیالۍ پیل کیږي
پاکستان به په ۲۹اګست له افغانستان سره ټي ټونټي کرکټ سیالي کوي

د متحده عرب اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کښې به درې ملکي ټي ټونټي سیریز له ۲۹ اګست څخه پیل شي او تر ۷ اووم ستمبر پورې به دوام وکړي.

په نړۍ کښې د لوبو او په ځانګړې توګه د کرکټ مینه وال به په راتلونکي ۲۹ اګست باندې د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمینځ د یوې خوندورې ټي ټونټي لوبې څخه برخمن شي.

ټاکل شوې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کښې به درې ملکي ټي ټونټي سیریز له ۲۹ اګست څخه پیل شي او تر ۷ اووم ستمبر پورې به دوام وکړي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان به په ۲۹ اګست درې ملکي ټي ټونټي سیریز د پیل سره خپ لومړۍ سیالي د افغانستان په ضد وکړي.

د راپورنو ترمخه پاکستان د افغانستان په ضد ټول ۸ اته ټي ټونټي سیالۍ کړي دي، په دې سیالیو کښې ۷ اووه پاکستان ګټلي او یوه سیالي افغانستان ګټلې ده.

مهمه ده چې یادونه ی وشي چې د شارچه په لوبغالي کښې به د متحده عرب اماراتو کوربه ټیم، پاکستان او افغانستان برخه اخلي.

ټي ټونټي درې ملکي سیالیو په اړه مهمه پریکړه

د متحده عرب امارات د شارجې په کرکټ سټېډیم کښې د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرکټ لوبې په اړه د سټېډیم ادارې لوی پرېکړه کړې ده۔

د شارجې په لوبو کښې د ترخو تجربو وروسته، د شارجې اداره فعاله شوې ده۔

د شارجې کرکټ سټېډیم کې د درې اړخیز ټورنمنټ لپاره د پاکستاني او افغاني مینوالو لپاره بېل بېل انکلوژرونه ټاکل شوي دي۔

د سټېډیم ادارې له خوا دا ګامونه د پاکستان او افغانستان د کرکټ مینوالو تر منځ د لوبې په مهال تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پورته شوي دي۔

د مینوالو د شخړو د مخنیوي لپاره سخت پروتوکولونه وضع شوي دي او د پاکستاني او افغاني مینوالو لپاره به بېل بېل د ننوتلو دروازې هم وي۔

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې دا شل اوریزې درې ملکي سیریز به د اګست له ۲۹مې نېټې څخه د ستمبر تر ۷مې پورې د متحده عرب اماراتو په شارج کرکټ سټېډیم کښې ترسره شي.

دلته دا خبره هم مهمه ده او باید یادونه وشي چې د پاکستان او افغانستان کرکټ مینه باید په سپورټس کښې د کرکه یا سیاست راوستلو څخه ډډه وکړي او د کرکټ او د دو ګاونډي هیوادونو پاکستان او افغانستان ددې ټي ټونټي کرکټ سیالۍ څخه خوند واخلي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *