تازه خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف سره د خیبرپښتونخوا مهمو مشرانو لیدنه

نن په پلازمینه اسلام آباد کې د پی ایم این ن صوبایی مشر انجنیرامیرمقام په مشرۍ کې پخواني پارلیماني لیډرشاه جي ګل افریدي او یو شمیر نورو مشرانو وزیراعظم شهباز شریف سره وکتل
د خیبر پښتوخوا وزیراعلی نن سبا د سندهه په دوره تللې دې

په دې مهمه غونډه کې د خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو یو شمیر ستونزې د وزیراعظم شهباز شریف مخې ته کیښودل شوې

اسلام‌اباد: د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف سره  نن د شنبې یعني خالي په ورځ د خیبرپښتونخوا د پاکستان مسلم لیګ (ن) صوبایي صدر او وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام په مشرۍ د خیبرپښتونخوا اړوند ضلعو عوامي نمایندګانو یو پلاوي لیدنه وکړه

 په دې لیدنه کې پخوانۍ فاټا څخه ټاکل شوې ایم این اې او پخوانۍ  پارلماني مشر او قبایلي مخکښ الحاج شاه جي ګل آفریدي هم موجود وو

د لیدنې پر مهال الحاج شاه جي ګل آفریدی وزیراعظم ته د قبایلي ضلعو، په ځانګړي ډول د وادي تیراه او نورو اغېزمنو سیمو د ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل

 هغه د صوبې د امن و امان وضعیت، روانو او وړاندیز شویو پرمختیایي پروژو او  د این ایف سي ایوارډ له لارې قبایلي ولس ته ځانګړې شوې ونډه، او د تیراه له متاثرو خلکو سره د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي موضوعات په تفصیلي ډول وړاندې کړل

الحاج شاه جي ګل آفریدی وویل چې د قبایلي ضلعو خلکو د اوږدې مودې لپاره سختې ستونزې زغملي دي، او اوس اړتیا ده چې د پرمختیایي فنډونو عادلانه وېش یقیني شي او د اغېزمنو خلکو د بیا بحالۍ چارې ګړندۍ کړل شي

په دې لیدنه کې د خیبرپښتونخوا د عمومي سیاسي وضعیت، د ولسي ستونزو، ښه حکومتولۍ، عامه هوساینې او پرمختیایي پروژو په اړه هم تفصیلي خبرې وشوې. وزیراعظم محمد شهباز شریف ولسي استازو ته ټینګار وکړ چې د خلکو د ستونزو حل دې خپله لومړنۍ دنده وګرځوي، او وفاقي حکومت به په دې برخه کې بشپړه همکاري روانه ساتي

وزیراعظم په دې موقع د هریپور په ښار کې د خیبرپښتونخوا اړوند محصلینو ته د میرټ پر بنسټ د لېپټاپونو د وېش یادونه هم وکړه او ویې ویل چې ځوانان د پاکستان قیمتي سرمایه ده او د هغوی تعلیم او روزنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده

مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره د خیبر پښتونخوا د عوامي نمایندګانو لیدنه په خوشګواره  فضا کې پای ته ورسېده او د قبایلي سیمو د ستونزو د حل لپاره په دې غونډه کې د عملي ګامونو هوکړه وشوه

صوبایی حکومت ناکامه شوې دې

په رسنیو کې د خپور یو راپور ترمخه ددې مهمې غونډې ګډون والو وزیراعظم پاکستان شهباز شریف ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د پي ټي ایی حکومت ناکامه شوې دې

د غونډې ګډونوالو وزیراعظم ته وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت ناکام شوی دی او د حکومتولۍ (ګورننس) په نوم هېڅ شی وجود نه لري

ورته وې ویل چې  د روغتیا، تعلیم، بنسټیزو اسانتیاوو (انفراسټرکچر) او د ولس د هوساینې لپاره هېڅ څرګنده پالیسي نشته

د غونډې ګډونوالو وزیراعظم شهبازشریف ته ور په ګوته کړه  چې د خیبرپښتونخوا حکومت د ولسي ستونزو پر لور هېڅ پام نه کوي او اولس له سختو ستونزو سره مخ دې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *