تازه خبرونه

نوشهره بدرشي کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې چاودنې، اور مړ شو

نوشهره — ۱۲ اګست ۲۰۲۵ — د نوشهره کینټ ته نېږدې د بدرشي په سیمه کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې پرله‌پسې زورداره چاودنو سیمه ولړزوله او د لوګي تور بادلونه خپاره شول. د چاودنو غږونه څو کیلومتره لرې هم اورېدل کېدل چې له امله یې په سیمه کې ویره او ډار خپور شو او خلک له کورونو ووته او خوندي ځایونو ته ولاړل
وشهره بدرشي کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې چاودنې، اور مړ شو

د نوشهره د مرستیال کمشنر دفتر له خلکو غوښتي چې د ډیپو شاوخوا بې ضرورته تګ راتګ ونه کړي، او که په کوم ځای کې مارټر مرمۍ یا بل مشکوک توکی ومومي، نو ورته لاس ور نه کړي او ژر تر ژره له ادارې سره اړیکه ونیسي څو هغه په خوندي ډول شنډ کړل شي

د سرچینو په وینا، په ډیپو کې د تاریخ تېر مارټر مرمۍ د له منځه وړلو لړۍ روانه وه چې د برېښنا د شارټ له امله اور ولګید، او له دې سره د چاودنو او ډزو په څېر غږونه پورته شول. امنیتي ادارو سمدستي سیمه محاصره کړه او د خوندیتوب ګامونه یې سخت کړل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *