تازه خبرونه

عوامي غوښتنه: په منځنۍ کرم مناتو کې دې د ګلفام کیډټ کالج منصوبې ته عملي شکل ورکړل شي

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده
منځنۍ کرم ضلع پاک افغان سرحد سره نزدې وروسته پاتې شوې سیمه ده خو ددې سیمې خلک د زده کړې په میدان کې ډیره تکړه دي

منځنۍ کرم ضلع پاک افغان سرحد سره نزدې وروسته پاتې شوې سیمه ده خو ددې سیمې خلک د زده کړې په میدان کې ډیره تکړه دي

پاک افغان سرحد سره نزدې د سنټرل کرم یوې وروسته پاتې شې سیمې خو د تعلیمي شعور لرونکي سیمې مناتو خلکو د پاکستان له حکومت او د پاک پوځ له لوړپوړي پوځي مشرتابه څخه غوښتنه کړې چې د سنټرل کرم لپاره له وړاندې منظور شوی «ګلفام کیډټ کالج» دې ژر تر ژره په عملي ډول جوړ او فعال کړي

د ځایي خلکو په وینا، د لنډ مهالي حل په توګه وړاندیز شوی چې د مناتو د های سیکنډري ښوونځي په موجوده ودانۍ کې دې د کیډټ کالج ټولګي پیل شي، څو د سیمې د زده کوونکو قیمتي تعلیمي وخت نور ضایع نه شي

د ځایی خلکو ترمخه ګلفام کیډټ کالج پروژه څو کاله وړاندې منظوره شوې وه، خو د بېلابېلو اداري ستونزو او شخړو له امله تر اوسه د ځنډ ښکار ده
د ځایی مشرانو ترمخه د دې ځنډ تر ټولو لوی زیان د سنټرل کرم هغو با استعداده زده کوونکو ته رسېدلی، چې د معیاري زده کړو لپاره اړ دي لرې پرتو ضلعو او ښارونو ته لاړ شي
د ولسي استازو او مشرانو په وینا، مناتو د سنټرل کرم یو مرکزي، سوله‌ییز او له امنیتي پلوه مناسب ځای دی۔ دلته د های سیکنډري ښوونځي دوه پوړیزه او پراخه ودانۍ له وړاندې موجوده ده، چې د تدریسي فعالیتونو د سمدستي پیل لپاره ډېره مناسبه ده
د مناتو جغرافیایي اهمیت ځکه هم زیات دی چې دا سیمه د دوآبه سړک او هنګو پر سرک پرته ده، چې له امله یې د زده کوونکو او کارکوونکو تګ راتګ اسانه او خوندي دې
ځايي خلکو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د یاد ښوونځي ودانۍ پراخه ده، نو په همدې ودانۍ کې دې د بیړني حالت په توګه د کیډټ کالج کلوسونه پیل کړل شي
د یادونې وړ ده چې د مناتو سیمه د علي شیرزئي او زلمیشت قبایلو پخوانی مرکز دی، چې شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ پکې مېشتې دي او یوه سوله‌ییزه ټولنه جوړوي
ځايي اوسېدونکو څرګنده کړې چې دوی د کیډټ کالج د جوړېدو لپاره هر ډول ممکنه همکاري کولو ته چمتو دي، څو د تعلیم له لارې په سیمه کې دوامدار امن، نظم او پرمختګ ته وده ورکړل شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *