تازه خبرونه

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې بشپړ امنیت خوندي دې

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هیواد کې ی بشپړ امن دې خو بیا دا ادعاوی له نړیوال فورمونو له لوري رد کړې شي دي
پوهان وایی که څه هم افغان چارواکي ادعاوې کوي چې دوی افغان وګړو ته بشري حقونه ورکوي خو بل اړخ ته د نوي شرعي قانون له لارې په ښځو یو شمیر بندیزونه لګوي

پوهان وایی که څه هم افغان چارواکي ادعاوې کوي چې دوی افغان وګړو ته بشري حقونه ورکوي خو بل اړخ ته د نوي شرعي قانون له لارې په ښځو یو شمیر بندیزونه لګوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ملا ذبیح‌الله مجاهد په یوه تازه ټلویزیوني مرکه کې ادعا کړې چې په هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوی، اقتصاد د ځان بسیاینې پر لور روان دی او خلک د یووالي او سولې تر فضا لاندې ژوند کوي
خو بل اړخ ته نړیوالې څېړنې، د ملګرو ملتونو شمېرې او د میدان واقیعتونه دغه ادعاوې په جدي ډول ننګوي او داسې انځور وړاندې کوي چې پکې امنیتي بحران، اقتصادي زوال او د بشري حقونو پراخې سرغړونې شتون لري
د امن ادعاوې او ترهګریزې ډلې
ملا ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې له څلوېښتو کلونو وروسته افغان ولس لومړی ځل له ثابت امن څخه برخمن شوی او خلک په ډاډه زړه سفر کولی شي.


خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپورونه ښيي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دي، چې داعش خراسان پکې تر ټولو مخکښه ده
دغه ډله پر ګاونډیو هېوادونو پرله‌پسې بریدونه کوي، چې پاکستان یې تر ټولو زیات اغېزمن شوی هېواد بلل کېږي. د افغان پولې له لارې د نفوذ او بریدونو په اړه د پاکستان پرله‌پسې شکایتونه د افغان حکومت د بشپړ امن ادعا ردوي
اقتصادي ځان بسیایي که پر بهرنیو مرستو تکیه؟
ملا ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د تېرو څلورو کلونو بودجه له کورنیو سرچینو تمویله شوې او د هرات په ولایت کې د فابریکو شمېر اته چنده زیات شوی دی
خو د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو اقتصادي راپورونه ښيي چې د افغانستان اقتصاد لا هم پر بهرنیو مرستو، غیر رسمي عوایدو او د نشه‌یي توکو پر قاچاق متکي دی
خصوصي سکتور سخت زیانمن شوی، د بېکارۍ کچه لوړه ده او مرستندویه ادارې لا هم له انساني بحران سره مبارزه کوي. د فابریکو شمېر زیاتوالی هم په ملي کچه د کاري فرصتونو او د خلکو د ژوند د معیار ښه کېدل نه تاییدوي.


د کډوالو ستنېدل او نوی بحران

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په وروستیو کې له ۲۸ لکو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي او ورته خدمات برابر شوي دي. خو د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې ډېری ستنېدونکي کورنۍ د استوګنې ځای، کار، روغتیايي خدماتو او تعلیمي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. د خوړو کمښت او د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د دوی ستنېدل په یوه نوي انساني بحران بدل کړی دی

افغان حکومت له بشري حقونو سرغړونې

ملا ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې نوی تعزیري قانون د اسلامي شریعت پر بنسټ تشریح شوی او منتقدین د اسلام سطحي پوهه لري. خو نړیوالو بشري حقونو بنسټونو پر دغه قانون جدي اندېښنې څرګندې کړې دي او ویلي یې دي چې دا قانون د ښځو، اقلیتونو او د بیان ازادۍ پر وړاندې محدودیتونه زیاتوي، عدالتي بهیر کمزوری کوي او اختلاف نظر جرم ګرځوي، پر ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونه لا هم د نړیوالو نیوکو مرکز دي.


د یووالي ادعا او د واک تمرکز


د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په امارت کې هېڅ ډول داخلي اختلاف نشته او ټول د یوه امیر تر مشرتابه لاندې کار کوي. خو ګڼ راپورونه ښيي چې د کندهار او کابل ترمنځ پر تګلارو ژور اختلافات شته او د حکومت دننه ډلبندۍ روښانه دي
واک په عملي ډول د څو محدودو مذهبي مشرانو په لاس کې دی، چې دا چاره د ټولشموله حکومت ادعا تر پوښتنې لاندې راولي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *