تازه خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ  صوبه او وفاق جنګوي

د پاکستان امنیتي چارواکو د معلوماتو ترمخه افغانستان څخه تر ۸۰۰۰ پورې ترهګر خیبر پښتونخوا ته راننوتلي دي او د هیواد په بیله بیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه کوي
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وایی چې پوځي عملیات د حل لاره نه ده

د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د افغان وګړو واپس ایستل غیرانساني کار بللې دې

اسلام آباد: د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې د خيبر پښتونخوا پوځي عملياتو پر ضد توندې څرګندونې مخې ته راغلي دي. نوموړي د وزیراعلي علي امين ګنډاپور په نوم په پیغام کې ټینګار کړی،هغه په ټویټ کې وایی چې باید په صوبه کې د کوم بل اپریشن اجازه ور نه کړې شي. :

خان استدلال کوي چې پوځې عملیات د حل لاره نه ده، بلکې د ترهګرۍ، کرکې او ورانۍ سبب ګرځي. هغه دا عملیات د پي ټي آي د کمزورولو هڅه بولي او د ماضي په شان يې د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) د سياسي زیانونو سره تشبيه کړې ده.

امنیتي حقيقتونه

خو امنیتي راپورونه برعکس انځور وړاندې کوي. استخباراتي ادارې وايي چې له افغانستانه تر ۸۰۰۰ اته زره جنګیالي خیبر پښتونخوا ته را ننوتلي دي او په پاکستان کې ترهګري کوي. په بنو کې د ایف سي پر مرکرز برید ددې لوی ثبوت دې ځکه ددې برید درې ترهګر افغان وګړي وو .

 د خبرو اترو منطق تر پوښتنې لاندې

خان د خبرو اترو غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي چې پخواني مذاکراتو جنګيالو ته د بیا تنظیمېدو موقع ورکړې ده. د طالبانو د يو مشر وروستي بیان چې پر پاکستان «جهاد» يې د فردي فرض په توګه اعلان کړ، د خبرو د بې‌نتيجې کېدو دليل بلل کېږي.

د افغان کډوالو امنیتي اړخ

خان د افغان کډوالو د ايستلو مخالفت کړی او هغه يې غیر انساني عمل بللی، خو چارواکي وايي د افغانانو په ترهګريزو بریدونو کې ښکېلتیا د جدي امنیتي اندېښنو سبب ده او هم دې له امله د پاکستان دولت پریکړه کړې ده چې باید ناقانونه افغانان له دې هیواده خپل هیواد افغانستان ته لاړ شي. .

سياسي ګام او ملي امنيت شنونکي وايي، د عمران خان دغه دریځ د ملي امنيت پر وړاندې د صوبې لوري  د وفاقي  ادارو د مخالفت هڅه ده، چې د دولت پر واکمنۍ او د ترهګرۍ پر ضد جګړه منفي اغېز کولی شي او د ترهګرۍ په ضد د ریاستي ادارو هڅې کمزورولې شي.

نور خبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *