تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان یوبل سره اړیکو د پیاوړتیا په اړه اسلام آباد کې مهمه غونډه

په دې مهمه غونډه کې به چې پکې د افغانستان او پاکستان بیله بیل سازمانونو استازې ګډون کوي یوبل سره ګټورې خبرې او د نظرونو شریکول وکړي
د پاکستان او افغانستان یوبل سره اړیکو د پیاوړتیا په اړه اسلام آباد کې مهمه غونډه

د پاکستان او افغانستان د استازو ترمینځ په دې مهمه غونډه کې په حکومتونو او بیله بیلو ادارو کې د ښځو په شمولیت او ددوی په ذمه واریو او اختیار باندې هم رنړا اچولې شي

 ویمن فارافغانستان او د سویلي آسیا ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ ترسیوري لاندې په پلازمینه اسلام آباد کې لومړې سیمه ایزې خبرې اترې د یووالي او باور پر لور تر عنوان لاندې د اسلام آباد پروسې په چوکاټ کې د ستمبر په ۲۹او ۳۰مه نیټه ترسره کیږي.   

په داسې وخت کې چې پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګرې ډلې دې هیواد په ضد بریدونه پلانوي ، ددې مهمو خبرو اترو او غونډې  موخه داده چې د افغان بېلابېلو مشرانو (ښځو او سړیو) ترمنځ، د هغوی د پاکستاني ملګرو سره په ګډه، یو شمولوي مکالمه رامنځته شي ترڅو د دوامدارې همکارۍ، ګډ تفاهم او د سولې د ټینګښت لپاره زمينه برابره شي.

د غونډې په مهال د افغانانو ځانګړې سیشن
د افغان مشرانو لپاره ځانګړې فضا چې پکې د خپلمنځي نظرونو تبادله وکړي، دا بیله غونډه به ترسره شی ترڅو  ګډ اصول وټاکي او د ثبات، د قانون حاکمیت او د ښځو د حقونو او ونډې د پیاوړتیا ژمنه وکړي.

ګډ افغان-پاکستاني سیشن:
په دې برخه کې به پر اعتماد جوړونه، د ګډو ټکو پېژندنه او د خلکو پر محور ولاړې لارې د سیمه ییزو ستونزو د حل لپاره تمرکز وشي.

ددې مهمې غونډې مقصدونه

د افغانستان او پاکستاني مشرانو ترمنځ د همکارۍ پیاوړي کول، د ګډو ارزښتونو پر بنسټ د دوامدارې پرمختیا، ثبات او سولې ترویج.

د ښځو د ونډې او شمولوي حکومتولۍ اهمیت روښانه کول.

د اقتصادي پرمختګ او باور جوړونې پر محور د سیمه ییزې همکارۍ هڅونه  

پیغام

ددې مهمې غونډې په اړه د پورته یاد سازمان له لوري په یوه خبرپانړه کې ویل شوي چې د ویمن فار افغانستان او ساسّي پوهنتون باور لري چې دا ابتکار به د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې اړیکو ته لاره هواره کړي چې لا پیاوړې، د دواړو اړخونو لپاره ګټورې او پر یووالي او باور ولاړې وي.

دغه بهیر به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د لا ژور تفاهم د رامنځته کېدو، د سیمې د دوامدارې پرمختیا او سولې د ټینګښت لپاره مهم ګام وي. د دې پروسې ګډ ارزښتونه له دې اړتیا سرچینه اخلي چې افغانان باید داسې فضا ولري چې پکې سره کښېني، خبرې وکړي او د خپلو خلکو د ګډو ګټو لپاره فکر وکړي.

په دې خبرپانړه کې زیاتوي چې دغه مکالمه به افغان او پاکستاني مشرانو ته د همکارۍ لپاره ګډ اساس برابر کړي څو د خلکو پر محور ولاړې لارې چارې رامنځته کړي، سیمه ییزې ستونزې حل کړي او پر باور او ثبات ټینګار وکړي.

د یاد سازمان لوري خبرپانړه کې زیاتوي چې موږ باور لرو چې د خلکو پر محور ولاړه تګلاره، چې د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې همکارۍ پر بنسټ وي، به د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ لا ماناداره او پیاوړې اړیکې رامنځته کړي. د خلکو ترمنځ سوله، د ملتونو ترمنځ سولې ته لاره هواروي او په پای کې به دا د  یووالي او باور پر بنسټ دوه اړخیزې ګټورو اړیکو په پایله تمام شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *