تازه خبرونه

د طالبانو مخالفی ډلی موبالایزیشن نیشنل فرنټ تور لګولی افغان طالبان، ټي‌ټي‌پي او هند د چینايي وګړو په وژنو کی ککړ دی

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و
د امنیتي چارواکو ترمخه د تاجکستان په سیمه کې د ډرون برید له افغان چارواکو لوري هم تاید شوې وو

په دې وروستیو کې د افغانستان په تاجکستان په ګډه پوله د تاجکستان په سیمه کې په چینایی وګړو د ډرون لارې برید ترسره شو چې پکې دچینایی کمپنۍ اهلکار له منځ یوړل شو

کابل/دوشنبې : د افغانستان طالبا چارواکو مخالفه ډله این ایم ایف  په یو استخباراتي رپورټ کی ادعاوې کړی  چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې د چینايي کارګرو پر کمپ برید د طالبانو د استخباراتو، تحریک طالبان پاکستان ، ترکستان اسلامي ګوند  او د هند د استخباراتو په ګډه همغږۍ ترسره شوی. ازادو سرچینو ددی تصدیق نه دی کړی

دا  برید ۲۰۲۵ کال د نومبر ۲۶/۲۷ پر ماښام ترسره شوې وو په دی برید کی درې چینايي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د نیشنل موبالایزیشن فرنټ په وینا  برید په دوه مرحلو کې  ترسره شوی وو

  لومړی پړاو کې  د چاودېدونکو موادو یا لاسی بمونو ډک ډرون د کارګرو پر کمپ غورځول شوی،  دوهم پړاو کې د  ډرون برید وروسته وسله‌والو له درنو  وسلو لکه کلاشینکوف، دهشکه او ایم۴ رایفلونو څخه ډزې کړي

دا برید د  تاجکستان په ختلون ولایت کې د “شاهدین ایس ایم کمپنۍ د کارکوونکو  پر کیمپ شوی وو  چې د “استقلال ـ یول” سرحدي قطعې ته نږدې دی

 این ایم ایف ادعا کوي چې برید د طالبانو  د استخباراتو د ۵۶۱ قول اردو په لارښوونه شوي، او په برید کې د ټي‌ټي‌پي او  تاجکستان اسلامي پاړټی وسله‌وال ښکېل ول.

په رپورټ کی ویلی شوی  په برید کې د ۵۶۱ ریاست قومندان “عبیده”، د ټی آئی پی یو قومندان، او د ټي‌ټي‌پي قومندان مولوي مخلص شامل وو  چې د یوې منظمې قوماندې موجودیت ښيي. دغه ډلو په دی اړه څه نه دي ویلی

په تاجکستان چینایی وګړو د  هند رول لوبه

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د هند استخباراتي چارواکو افغانستان ته پرلپسې سفرونه کړي او د طالبانو، ټي‌ټي‌پي، ټی ایی پی ، بلوڅ بیلتون‌پالو (بی ایل ای)  او ځینو القاعده قومندانانو سره یې همغږۍ غونډې کړي.

د فرنټ د رپورټ ترمخه  دغه وسلوالې ډلې له هند څخه د پرمختللو وسلو، پیسو او تجهیزاتو غوښتنه کړې او د مقابل په ډول یې ژمنه کړې چې د “بهرنیو اهدافو” مطابق عملیات ترسره کوي

ادعاوی  کېږي چې هند طالبانو ته ورکړل شوې ډرونونه او د څارنې سیستمونه  د ورکول وروسته د طالبانو شبکو د ټي‌ټي‌پي او بي ایل اې سره هم پلورلي، چې د پاکستان ـ ایران پولې ته نږدې یې کارول پیل کړي دي

تاجکستان کې برید او چین ته خبردارې او ګواښ

  نیشنل موبالایزیشن فرنټ د راپور په پای کې د چین حکومت ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول پولې ته نږدې سیمه کې د دوی وګړي د جدي امنیتي ګواښ لاندې دي ، دغه ډله له بیجینګ غواړي چې سمدستي او بیړنۍ اقدامات وکړي ترڅو په افغانستان کې د خپلو وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

دا ټولې ادعاوې د نیشنل موبالایزیشن فرنټ له لوري شوې دي، چې د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ده، او تر اوسه ددې پيښې  نړیوالو امنیتي ادارو یا حکومتونو خپلواکه ادارو  تایید نه دی کړې

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *