د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د یو نامتو دیني عالم شیخ ادریس د وژنې تر شا پټې انګېزې او اصلي عاملین مخې ته راغلي دي. د “فتنۀ الخوارج” د نائب امیر برجان او یو هدفمښونکي ترمنځ د ټیلیفون یوه لیک شوې آډیو خپره شوې ده، چې پکې د شیخ ادریس د هدف ګرځولو پلان او د دې تر شا علتونه بیان شوي دي
په لیک شوې آډیو کال کې د برجان په نوم یو کمانډر ته منسوب خبرې مخې ته راغلي، چې پکې هدفمښونکي ته واضح لارښوونې ورکول کېږي. د دغو خبرو له مخې ادعا کېږي چې مولانا ادریس یوازې په دې دلیل هدف ګرځول شوی و چې هغه د پاکستان ریاست، پوځ او سیاسي قیادت په ملاتړ بیانونه ورکول او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ملاتړ یې کاوه. په دې مکالمه کې دا هم ویل کېږي چې د نوموړي د وژنې لپاره د یوې سترې مالي انعام (شاوخوا یو میلیون ډالر) خبره هم شوې وه
د دې پېښې یو مهم اړخ دا بلل شوی چې ترهګرې ډلې د خپلو پېښو وروسته د پټېدو لپاره د مختلفو نومونو کار اخلي. که څه هم د شیخ ادریس د وژنې مسوولیت ظاهراً داعش خراسان منلی، خو د آډیو له مخې ادعا کېږي چې دا برید د “فتنۀ الخوارج” له خوا ترسره شوی دی. شنونکي وایي چې دا ډلې د خلکو د مغشوشولو او نړیوال فشار څخه د ځان ژغورلو لپاره د نومونو بدلون کاروي
د طالبانو او ترهګرو اړیکې
ځینې تحقیقاتي سرچینې او موجود شواهد ادعا کوي چې دا ډلې له یو بل سره اړیکې لري او د افغان طالبانو له لوري ورته مالي یا لوژستیکي ملاتړ هم رسېږي، چې له پولې هاخوا د ناامنۍ د خپرېدو لپاره کارول کېږي
په دې آډیو کې د مطرح شویو ادعاوو له مخې ویل کېږي چې دا ډلې د اسلام یا کوم دیني اصولو پیروان نه دي، بلکې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ په لور روانې دي او هدف یې هغه غږونه خاموشول دي چې د سولې، وحدت او قانون د حاکمیت ملاتړ کوي. د دې انکشافاتو وروسته امنیتي ادارې هڅه کوي چې د دې شبکې نور غړي هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري