تازه خبرونه

د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي پلازمینه کابل کې متقي سره مهمه لیدنه

د جماعت اسلامي پاکستان ګوند پلاوې چې مشري ی پروفیسر ابراهیم کوله ،په پلازمینه کابل کې د د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چاور وزیر مولانا امیر خان متقی سره ولیدل
د پاکستان دې سیاسي ګوند مشرانو او افغانستان چارواکو ژمنه وکړه چې دوی به د یو بل سره د اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره هڅې ګړندې کړي

د جماعت اسلامي پاکستان مشرانو افغان چارواکو سره د دواړو ګاوندي هیوادونو ترمینځ د اړیکو په لا پیاوړتیا او همکارۍ خبرې کړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د جماعت اسلامي پاکستان له یو پلاوي سره چې د پروفیسر محمد ابراهیم په مشرۍ پلازمینه کابل ته راغلې وو، لیدنه وکړه. .

بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د مختلفو کچو د پلاوو تګ راتګ مهم وباله او د دواړو هېوادونو تر منځ مثبتې اړیکې یې د دواړو ولسونو لپاره ګټورې وبللې. مولوي امیرخان متقي په پاکستان کې د جماعت اسلامي ټولنیزې هڅې وستایلې او له دې کبله یې مننه وکړه چې د څو لسیزو لپاره یې د افغان کډوالو مېلمستیا وکړه. هغه په پاکستان کې د دیني جماعتونو رول هم مهم وباله.

پروفیسر محمد ابراهیم او د پلاوي نورو غړو د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ پر نږدې اړیکو ټینګار وکړ او د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې د رامنځته شویو پرمختګونو ستاینه وکړه.

د پلاوي غړو څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدل به د پولې په دواړو اړخونو د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي او هیله یې وښوده چې ستونزو باندې به قابو وموندل شی او ستونزې  به د تفاهم له لارې هوارې کړې .

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پاکستان له افغانستان څخه بیا بیا ور په ګوته کړې چې په سرحدي سیمو کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان خاوره کې د پاکستان ضد پلانونه تیاروي او بیا په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي او له افغان حکومته ی غوښتي چې ددې ترهګرې ډلې په ضد د ګامونه پورته کړي. خو د جماعت اسلامي پاکستان دې پلاوي په اړه داسې راپور او معلومات تراوسه نه دې خپاره شوي چې آیا دوی د کالعدم ټي ټي پي په اړه افغان چارواکو سره خبرې کړي دي او که نه؟

نورخبرونه

هندي چارواکو دعوی کړې چې متقي به په راتلونکي څو میاشتو کې د هند سفر وکړي

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *