تازه خبرونه

 د افغانستان یوه لویشت ځای هم چاله نه ورکوو: فصیح الدین فطرت

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي
د افغانستان لوړ پوړه چارواکو د ټرمپ افغانستان په اړه تازه بیان ته کلک غبرګون ښودلې دې

د افغانستان بګرام هوایی اډې په اړه ټرمپ ویلي دي که افغانستان بګرام امریکا ته ور نه کړي نو دا به خطرناکې پایلې ولري

د افغانستان اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز د امریکا ولسمشر ټرمپ  د بګرام هوایی اډې په اړه بیان او ګوښ ته کلک غبرګون ښودلې دې او یو مهم پیغام ی خپور کړې دې.

د افغانستان اسلامي امارت د پوځ  لوی درستیز فصیح الدین فطرت په خپل بیان کې ویلي دي چې چې د خپل هیواد په یوه لویشت خاوره هم له چا سره معامله نه کوو.

فصیح الدین فطرت کابل کې یوې غونډې ته د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو له هېڅ چا سره د بګرام په تړاو خبرې نه دي کړي ، ټینګار ی کړ ېدې چې د یوې لوېشتې خاورې په تړاو هم چا سره تعامل نه کوو او نه یې امکان شته . .

نوموړی زیاتوي چې موږ له هېڅ چا او هېڅ زورو څخه ډار نه لرو او دا مو ثابته کړې ده. د نوموړي په خبره، کومو کسانو چې بهرنیان راوستلي  وو هغوی له ویرې له هېواده تښتېدلې دي او نور دې کابل ته د بیا راتګ  خوبونه نه ویني.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې طالبانو سره یې د بګرام پوځي اډې په تړاو خبرې روانې دي او که ورته یې حواله نه کړي؛ نو طالبان به بدو پایلو سره مخ شي. یو شمېر امریکایي رسنیو هم راپورونه خپاره کړي چې د ټرمپ حکومت له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د بګرام بېرته نیولو یا لاسته راوړلو پر هڅو بوخت دې. . دا هم باید یادونه وشی چې د امریکا لوري د بګرام په اړه دې اوازو ته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم خپل غبرګون ښودلې او ویلي ی وو چې د افغانستان په خاوره هیچاسره هم جوړ جاړې نه کوو او امریکا چې دا خبرې کوو نو دا د دوحه تړونه سرغړونه ده.

نورخبرونه

  امریکا ته به اجازه ور نه کړو چې بیا افغانستان ته راشي: افغانستان

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *