تازه خبرونه

دوبئۍ:سه فريقي کرکټ ټورنمنټ آغاز،وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ترمينځ لوبيږي

د کرکټ مينه وال دې ميچ دوران ګراونډ کښې هيڅ قسمه هنګامه يا جهګړې نه ډډه وکړي،راشد خان
دوبئۍ:سه فريقي کرکټ ټورنمنټ آغاز،وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ترمينځ لوبيږي

دوبئي: پاکستان او افغانستان ټيمونه ترمينځ کرکټ ميچ

د متحده عرب امارات په کوربه توب د پاکستان،عرب امارات او افغانستان کرکټ ټيمونو ترمينځ سه فريقي ټورنمنټ باقاعده آغاز ،د ټورنمنټ وړومبې ميچ د پاکستان او افغانستان ټيمونو ترمينځ دے ،ميچ د پاکستان د وخت مطابق ماسخوتن اته بجے شارجه ګراونډ باندې لوبيږي ۔
د دې ټورنمنټ د ټرافۍ د مخ کتنې دستوره تيره ورځ شوي وه چې پکښې د درې واړو ټيمونو کپتانانو او د ټورنمنټ منتظمينو ګډون کړي وو، د ټرافۍ د مخ کتنې دستورې وروستو د پاکستاني ټيم کپتان سلمان علي آغا،د افغانستان د ټيم کپتان راشد خان او د متحده عرب امارات د ټيم کپتان محمد وسيم پريس کانفرنس ته وينا هم کړي وه،د درې واړو ټيمونو کپتانانو دا ټرافي په خپل نوم کولو د عزم اظهار کړې او وئيلي ئي وو چې لوبغاړي به ټائټل په خپل نوم کولو هر ممکن کوشش کوي ۔

کرکټ مينه وال دې ماحول خرابولو نه ډډه وکړي،راشد خان
د افغانستان کرکټ ټيم کپتان راشدخان ميچ لپاره ګراونډ ته راتلونکي افغانانو ته اپيل کړېدے چې د ميچ دوران دې څه قسمه بدنظمي پيدا کولو، جنګ جهګړه کولو يا ماحول خرابولو نه ډډه وکړي ، شارجه کښې پريس کانفرنس ته وينا په مهال راشد خان وئيلي دي چې لوبه کښې خو بيلات او ګټه خامخا د يو ټيم وي خو د کرکټ مينه والو ته اپيل کوؤ چې د ميچ نه دې خوند پورته کړي او هيڅ قسم هنګامه دې نه کوي ۔ راشد خان وائي چې لوبې او ټورنمنټونه خلکو کښې اتفاق پيدا کوي او ملکونه يو بل ته رانزدې کوي د کرکټ مينه وال دې په شوق سره ګراونډ ته راشي او د خپل خوښې لوبغاړي دې سپورټ کړي ۔ په شارجه ګراونډ باندې ستمبر مياشت ۲۰۲۲ کښې د پاکستان او افغانستان د ميچ ختميدو نه پس په ګراونډ کښې موجود افغانانو هنګامه کړې وه،کرسۍ ئې ماتې کړې وې او نور ورانې ئې کړې وو،دا ميچ پاکستان ګټلې وو،په سه فريقي ټورنمنټ کښې د پاکستانيانو او افغانانو ترمينځ د څه قسمه تاؤ تريخوالې پيدا کيدو او ميچ دوران ماحول د خرابولو نه بچ کولو لپاره د ټورنمنټ منتظمينو د سيکيورټۍ سخت انتظامات پورته کړيدي،د دواړو ملکونو د کرکټ مينه والو لپاره په ګراونډ کښې د ناستې لپاره بيل بيل ځايونه مختص کړي شويدي ۔

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *