تازه خبرونه

 خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد د ایف آئی ای او پولیس له خوا عملیات چټک شوی

د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پر مخه پوله خلاصه ده او افغانستان ته ی واپسی دوام لري
پاکستان په دې وروستیو کې په پاکستان کې په غیرقانوني توګه میشت افغان مهاجرنیو ته امر کړې چې وس خپل وطن افغانستان ته لاړ شي

په خیبر پښتونخوا او د ملک په نورو برخو کې د افغان کډوال کیمپونه تړلی شوي دي

پېښور : په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد کریک ډاون نور هم سخت شوی، او ایف سي، ایف آیي اې او پولیسو د بېلابېلو سیمو په کمپونو او استوګنه ځایونو کې پراخه عملیات ترسره کړي دي

د ایف آی اې د پېښور زون وایی  هغه افغان وګړو پر ضد چې په غیر قانوني توګه یې د پاکستان قامی د پيژندګلو  او نور اسناد ترلاسه کړي یا یې هڅه کړې، عملیات روان دي. د هم په دی  لړۍ  کې د انساني قاچاق ضد څانګې په پېښور کې په یوه هدفی کاروایۍ کی ۵ غیر قانوني مېشت افغان وګړي نیولي دي.

د ایف آی اې ترجمان وايي، عملیات د پېښور د ډبګړي سیمې په یو شخصي هوټل کې ترسره شول، چې له هغه ځایه علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزله په نوم افغان اوسیدونکی ونیول شول. د دوی له قبضې څخه د افغانستان اسناد او د پاکستان شناختي کارډونه هم برآمد شوي دي.

په ابتدایي پلټنو کې څرګنده شوې چې نیول شوي کسان د غیر قانوني لارو څخه پاکستان ته داخل شوي او غوښتل یې چې د جعل‌کارۍ له لارې د پاکستان پېژندګلو کارډونه او پاسپورټ ترلاسه کړي. تحقیقات ښيي چې ملزمانو پلان درلود د دغو جعلي اسنادو په وسیله د سعودي عرب  د کار  ویزا ترلاسه کړی

ایف آی اې وايي، د نیول شویو پر ضد مقدمه درج شوې او نور شکمن کسان د نیول کېدو په هدف لټول کېږي. د ترجمان په وینا، د ملزمانو په نشاندهۍ نور عملیات دوام لري

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *