تازه خبرونه

تیراه کې د واده پر مراسمو نامعلومه ډرون برید کې لږ تر لږه اته کسانو ژوند له لاسه ورکړې

ځایی اوسیدونکی ددی تور په امنیتی ځواکونو لګوی خو امنیتي ځواکونو دا تورونه ردکړی
ځایی اوسیدونکی وایی چی په سیمه کی د امنیتې چارواکو او فتنه الخوارج ترمنځه جګړو خبرونه راځي خو دواړو غاړو ته د کاميابي دعوی کیږی

سرچینې وایی وسله وال هم د مودي راهسی د ډرون استعمال کوی خو ددی ذمه واری چا نه ده منلې

ضلع خیبر:   د قبایلي سیمو ځایي سرچینو هندوکش‌ ټریبیون نیټ ورک(ایچ ټی این)  ته ویلي چې د ډرون  برید له امله تېره شپه د واده پر مراسمو کې شامل لږ تر لږه اته تنه کستان ژوبل شول،  خو  ازادو سرچینو ددی پخلی نه دی کړی په شخصی رسنیو د ویډیو له لارې لیدل کیږی چی په دغه پيښه  کې  وداني ته سخت زیان اوریدلی

د سیمې سرچینو وايي چې ډرون برید  په وخت د واده د مراسمو پر مهال ښځي او ماشومان هم موجود وو او د برید په نتیجه کی اته  تنه مړه شوي یا ټپیان شوي  په سیمه کی   سرکاری سرچینو ددی پیښی تصدیق په دی کړی   او تراوسه پورا او صحیح معلومات نه دی ترلاسه شوی

 سرچینې وایی د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعی تیراه سیمه د امنیتي ځواکونو تر کلک کنټرول لاندې ده ځکه چې په دغه سيمو کې وخت په وخت په امنیتی ځواکونو ترهګریز حملې کیږی  او دواړو اړخونو ته د ګټی دعوی کیږی

سرچینو زیاته کړې چې په تېرو څو اونیو کې په تیراه او نورو قبایلي سیمو کې د پوځي ډرونونو او کواډکوپټر بریدونه ډېر شوي دي، چې زیاتره عام خلک  پکی متاثره کیږی. د اېنټرنېټ د نشت والي له وجی معلوماتو ته رسایی نه کیږي  او په سیمه کې  خدماتو ته رسایی هم کمه شوی ځکه چی په دغه سيمه کې امنیتي وضع کړکیچنه ده

باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې هم په وادي تیراه کې د ځایی مشرانو د وسله والو ډلو مشرانو سره د امن لپاره جرګه وشوه

نورخبرونه: د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *