تازه خبرونه

بلوچستان کې ترهګریز برید: د پاکستان پوځ پینځه ځوانان شهیدان شوي

په دې لنډو تیرو ورځو کې د بلوچستان او صوبه سرحد په بیله بیلو سیمو کې د وسله والو ډلو لوري د پوځ او پولیس یو شمیر اهلکار شهیدان شوي دي
امنیتي ځواکونو اړوند سرچینو ویلي دي چې ترهګرو ته به له دې هم سخت ځواب ورکړل شی او دوی ته به غاښ ماتې شکست ورکړو

د ترهګرو په ډزو وینګ کمانډر لېفټننټ کرنل جنېد عارف هم شهید شوې دې

بلوچستان: د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ د شیر بندی په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تصفیې (سینیټایزېشن) عملیاتو پر مهال د یوې چاودنې له امله د پاکستان پوځ پنځه سرتېري شهیدان شوي دي. .

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) د بیان له مخې، په شهیدانو کې کیپټن وقار احمد، نائیک عصمت الله، لانس نائیک جنید احمد، لانس نائیک خان محمد او سپاهي محمد ظہور شامل دي.

آیی ایس پي آر زیاتوي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د تصفیې او کلیرنس عملیات ترسره کول. د چاودنې سمدستي وروسته سیمه محاصره او نورې پلټنې پیل شوې.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وینا، د کلیرنس عملیاتو پر مهال د دښمن د شبکې پورې تړلي د هندوستان ملاتړ لرونکې “فتنه الہند” بی ایل اې (بلوچ لبریشن آرمي) پنځه وسله وال هم ووژل شول. له وژل شویو کسانو څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

آیی ایس پي آر څرګنده کړه چې امنیتي ځواکونه د هېواد د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره خپلې وینې تویوي او داسې بزدلانه بریدونه د پوځ اراده نشي کمزوری کولی او دوی به د پاکستان او د پاکستان اولس لپاره دا مبارزه جاري وساتي.. په بیان کې ویل شوي چې د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله نه هېرېږي او ملت به د خپلو زړورو سرتېرو د تلپاتې فداکارۍ درناوی وړاندې کوي او ددوی قربانۍ به تل ستایی.

نورخبرونه

د وادي تیراه شهیدانو له د مالي مرستې اعلان

فتنه هند مرستيال ترهه ګرو ته د شيخ السلام مفتي محمد تقي عثماني واضح پيغام

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *