تازه خبرونه

  امریکا ته به اجازه ور نه کړو چې بیا افغانستان ته راشي: افغانستان

له دې وړاندې هم د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي وو چې افغانستان به امریکا ته د بګرام یوه لوشت ځمکه هم ور نه کړي
افغانستان ددې وړاندې هم د امریکا لوري د باګرام بیا نیولو بیانونه رد کړې وو.

افغانستان لوري امریکا ته په ښکار ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا حضور نه بلکې د افغانستان او امریکا ترمینځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو ته اړتیا ده

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر اوسني بیان ته سخت غبرګون ښودلې دې او ویلې ی دي چې  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بگرام د معاملې خبره کړې نوموړی تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بگرام د بېرته اخيستو ـيادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي

نوموړي وایی چې  افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، هغه زیاتوي او ټینګار کوي چې  بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري باید د دواړو هیوادونو ترمینځ ښې پیاوړي اقتصادي او سیاسي اړیکو دوام وکړي

جلالي همدا راز زیاته کړې، چې پوځي حضور افغانانو په تاریخ کې نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مګر نور تعامل ته دروازې پرانېستې دي

تر دې وړاندې هم بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په وار وار ویلي، د افغانستان له  بګرام څه امریکا ته یوه لوېشت ځمکه هم نه ورکول کېږي . . دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د افغانستان لوري دا غبرګون په داسې حال کې راغلې  چې ټرمپ پرون  په بریټانیا کې  د خبرو په مهال د افغانستانا  بګرام اډې د بیا نیولو خبره کړې  وه

نورخبرونه

هیڅ هیواد شواهد نه لري چې دوی له افغانستان څخه ګواښل شوي: مولانا یعقوب

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *