تازه خبرونه

افغانستان کښې راغلې زلزلې په سوؤنو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ختيځ سيمو کښې د شپې ناوخته زلزلې په کونړ،نورستان او ننګرهار ولايتونو کښې ګڼ شمير کلي ويجاړ کړيدي
افغانستان کښې راغلې زلزلې په سوؤنو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ختيځ افغانستان کښې زلزله،په سوؤنو کسان پحق رسيدلي

د شپے دولس نيمو بجو خواؤ شا د افغانستان په ختيځ علاقه کښې زلزله راغلې وه چۍ په ريکټر سکيل ئې شدت شپږ وو،د زلزلې جهټکې دومره زوره ورې وې چې په کونړ،ننګرهار او کوهستان ولايتونو کښې ئې ګڼ شمير کلي په مکمله توګه ويجاړ کړل ۔ د کونړ د قدرتي آفتونونو مخ نيوي ادارے ترمخه د زلزلې په وجه مختلف ولايتونو کښې ۲۵۰ کسان پحق رسيدلي او په سوؤنو نور ټپيان شويدي، مختلف سرچينې دې قدرتي آفت لوجې د مړؤ شميره د ۵۰۰ نه سيوا ښائي ۔ افغان حکومتي وياند ذبيح الله مجاهد وائي چې متاثره سيمو کښې امدادي کارروائۍ جاري دي، د هيلي کاپټرو په ذريعه ډاکټران،دوايانې او د امروزه ژوند د استعمال نور څيزونه متاثره سيمو ته استولي شويدي ۔ په زياتره برخو کښې سړکونه او لارې هم زلزلې زيان من کړيدي چې لوجې ئې امدادي کارروائيو کښې رکاؤټونه پيدا شويدي ۔ زلزلې لوجې تباه شوي ودانو ملبې لاندې ګهير کسان راويستو عمل جاري دے او ريسکيو چارواکو د مړؤ او ژوبل کسانو شميره نوره هم سيوا کيدو انديښنه څرګند کړيده ۔ د زلزلې جهټکې په خېبر پښتونخوا، اسلام آباد،پنډۍ بشمول د ملک په نورو برخو کښې هم محسوس شوې وو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *