تازه خبرونه

افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو موجودګي د پاکستان سلامتيا لپاره خطره ده،افغان حکومت دې د دې مخنيوي وکړې،عاصم افتخار

د پاکستان علاقي حريف بدامنۍ لپاره ترهه ګرو سره مرسته کوي دغه ملک نه صرف پاکستان بلکه په نړي وال کچ هم ترهه ګري او ټارګټډ قتلونه کوي،عاصم افتخار
افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو موجودګي د پاکستان سلامتيا لپاره خطره ده،افغان حکومت دې د دې مخنيوي وکړې،عاصم افتخار

افغانستان کښې ترهه ګر ډلو موجودګي پاکستان لپاره خطره ده،عاصم افتخار

د متحده قامونو سلامتي کونسل اجلاس ته وينا په مهال پاکستاني مندوب عاصم افتخار د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې استعمال معامله بيا پورته کړيده ۔ د هغه وينا وه چې د پاکستان کالعدم تنظيمونو بلوچ لبريشن آرمي، مجيدبريګيډ او ټي ټي پي خپلو کښې يو شويدي د دې ګروپونو اتحاد د پاکستان او سيمې لپاره لويه خطره ده ۔ عاصم افتخار وينا ترمخه افغانستان کښې د ترهه ګرو تربيتي کيمپونه او مرکزونه قائم دي چرته نه چې په پاکستان د حملو منصوبې تياريږي په دې حواله مکمل شواهد هم لرو ۔ پاکستاني مندوب وئيلي دي چې افغان دولت د داعش ډلې خلاف موثره اقدامات کړيدي خو اوس هم د دې تنظيم ۲۰۰۰ جنګيالي افغانستان کښې موجود دي ۔ خپل تقرير دوران عاصم افتخار د پهلګام حملې وروستو د پاکستان خلاف د هند د جارحيت ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې د دې جارحيت لوجې ۵۴ پاکستانيان شهيد شوي وو چې پکښې زياتره زنانه او ماشومان شامل وو۔ پاکستاني مندوب زياته کړيده چې رياستي ترهه ګرۍ له د ترهه ګرې د مخ نيوي نوم ورکول خطرناک رجحان دے مقبوضه کشمير او فلسطين د دې واضح مثال دے نړۍ له په مقبوضه کشمير کښې د قابض پوځ
د بشري حقونو په خلاف ورزۍ خاموشه پاتې کيدل نه دي پکار ۔ عاصم افتخار د ترهه ګرو په فهرست کښې صرف د مسلمانانو نوم شامليدو باندې د تشويش اظهار کړېدے وئيلي ئي دي چې سلامتي کونسل په دې معامله د غلط بيانۍ نه کار اخستې دے پاکستان دغه فهرست مسترد کوي،غير مسلم ترهه ګر خو د احتساب نه بچ شي ولې مسلمانان بدنامولو لپاره د ترهه ګرو فهرست کښې ورله نومونه شامل کړي دا سلسله ختمول پکار دي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *