افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د فتنۀ خوارجو ترهګري څو برابره زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ راپور له مخې، په افغانستان کې تر ټولو لوی ترهګریز شبکه همدا ډله ده، چې د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت ملاتړ

راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت فتنۀ خوارجو ته خوندي پناهځایونه، سرچینې او اخلاقي ملاتړ برابروي. د طالبانو د مشرتابه خوشې کېدل د دې ډلې د ازاد تګ راتګ او د نوو بریدونو د پلان جوړونې لپاره زمینه برابره کړې ده.

د امریکا وتل او د وسلو زېرمې

د امریکا او ناټو ناڅاپي وتلو په افغانستان کې د وسلو لوی زېرمې پرېښودې، چې وروسته د تور بازار له لارې د فتنۀ خوارجو لاس ته ولوېدې. دغه وسلې د دې ډلې د پرمختللو او تباه کوونکو بریدونو وړتیا لوړه کړې ده.

په پاکستان کې زیاتېدونکي بریدونه

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د ترهګریزو پېښو کچه لوړه شوې ده. پولیس او د قانون پلي کوونکي بنسټونه د بریدونو اصلي هدف ګرځول کېږي، څو د دولت واک او رټ کمزوری کړي. تر څنګ یې، دغه ډله خپلې محکمې جوړوي څو خلکو ته د چټک عدالت ورکولو انځور وړاندې کړي.

مالي سرچینې او کرېپټو کرنسي

په ۲۰۲۵ د مارچ میاشت کې فتنۀ خوارجو په خپل ټېلېګرام چینل کې د بایننس حسابونو له لارې د چندې غوښتنه وکړه. راپورونه وایي چې دغه ډله په پراخه کچه د کرېپټو کرنسۍ له لارې پیسې راټولوي او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره یې کاروي.

د دولت او ولس لپاره ګواښ

دغه ډله د باج او تاوان اخیستلو ته د مالیې نوم ورکوي، څو خپلې کړنې مشروع وښيي. همدارنګه، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاین کوي، د ځوانانو د ګمراه کولو او د دولتي ادارو د بدنامولو لپاره دوی په بشپړه ډول کمپاین پیل کړې دې..

د وفاق او صوبې تر منځ اختلافات

د وفاقي حکومت او د خیبر پښتونخوا د صوبایي حکومت تر منځ سیاسي اختلافات او د همکارۍ نشتوالی دغه جګړه نوره هم پېچلې کړې ده. د شنونکو په وینا، دغه وېش د ترهګرو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي.

پایله د پاکستان امنیتي ځواکونه په مېړانه جګړه کوي، خو د دې ملي جګړې د پیاوړتیا لپاره د وفاق او صوبو بشپړ همکاري اړینه ده. که داسې ونه شي، فتنۀ خوارج به په سیمه کې د لا زیاتو وینو تویېدو او بې‌ثباتۍ لامل شي .

نورخبرونه

افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون: په دوشنبه کې مهمه غونډه شوې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *