تازه خبرونه

اسټرالیا سډني کې پر یهودانو خونړی برید: د مړو تعداد ۱۶ ته رسیدلې

په سډني کې د ډزو کوونکو کسانو ویډیو خپره شوې، دوه کسان چې لوی ټوپکونه ورسره دې په عامو خلکو ډزې کوي، یو مسلمان وګړي له یو ډزې کوونکي څخه ټوپک اخلي
د سډني بونډي بېچ کې امنیتي ځواکونه او امبولانسونه د یهودانو پر مذهبي مراسمو له خونړي برید وروسته د پېښې ځای ته ورسیدل

د سډني په بونډي ساحل برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل دی

 د اسټرالیا د سیډني ښار په بونډي بېچ سیمه کې د یهودانو پر یو مذهبي مراسمو شوی خونړی برید کی لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي شوی او شاوخوا ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي، چې په هغوی کې د پولیسو دوه افسران هم شامل دي

 اسټرالیايي چارواکو دا پېښه د یکشنبې په ورځ تایید کړې ده

د رویټرز خبري ایجنسی د راپورټ  تر مخه برید د پلار او زوی له‌خوا ترسره شوی دی. پولیس وايي پلار د پېښې په ځای کې وژل شوی، خو زوی یې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی. د بریدګرو هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی څرګند شوې

یاد برید د یهودانو د حنوکه مذهبي مراسمو پر مهال شوی، چې د ,,رڼا جشن،، په نوم هم پېژندل کېږي او ګڼ شمېر ګډونوال یې د بوندي بېچ دې سیاحتي سیمې ته راټول کړي وو. عیني شاهدان وایی د ډزو له پیل سره سم خلک په ویره کې وتښتېدل او سیمه د څو شېبو لپاره د ګډوډۍ ښکار شوه

بیړنیو مرستندویه ټیمونو پراخه عملیات پیل کړل او ټپیان یې د سډني بېلابېلو روغتونونو ته ولېږدول. پولیسو سیمه کلابنده کړه او اعلان یې وکړ چې دا مهال د نورو شکمنو کسانو پلټنه نه کېږي

د چارواکو غبرګون

اسټرالیايي پولیسو ویلي، د برید د ابتدایی معلوماتو لپاره پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی

د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانېزي برید په کلکه غندلی او دا یې یو ظالمانه ، ترهګریز بریدو او یو ناوړه عمل بللې دې  

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او چارواکو د یهودانو د ټولنې پر مرکزونو، عبادت‌ځایونو او عامه غونډو امنیت سخت کړی دی

دا برید په داسې حال کې شوی چې د غزې جګړې له امله نړیوال کړکېچ زیات شوی او ورسره په بېلابېلو هېوادونو کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې او بریدونو پېښې هم ډېرې شوې دي. په تېرو دوو کلونو کې په ګڼو هېوادونو کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو او ټولنو د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي اسټرالیايي چارواکو ټینګار کړی چې څېړنې به دوام ولري او له خلکو یې غوښتي چې تر رسمي معلوماتو وړاندې له اټکل او اوازو ډډه وکړي

نورخبرونه: په اسټریلیا کې د بونډي ساحل د ډزو پېښه: د پاکستاني وګړي د لاس لرلو ادعاوې ناسمې ثابتې شوې

Related Articles

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *