تازه خبرونه

اسلام آباد مذاکرات: امریکا او ایران بې نتیجې، جي ډي ونس بېرته ولاړ

د ایران له ۱۰ غوښتنو څخه امریکا ۸ منلې دي له همدې امله “اسلام آباد اکارډ” جزوي بریا بلل کېږي، او پاتې موضوعاتو باندې به نورې خبرې اترې هم کېږي
اسلام آباد مذاکرات: جزوي پرمختګونه، خو نهایي هوکړه لا نه ده شوې

اسلام آباد مذاکرات: جزوي پرمختګونه، خو نهایي هوکړه لا نه ده شوې

د پاکستان په میزباني کې د ایران او امریکا ترمنځ د مهمو مذاکراتو په لومړي پړاو کې که څه هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د دواړو لورو ترمنځ د پام وړ پرمختګونه شوي او د خبرو اترو د دوام پر سر موافقه شوې ده

خبري غونډه

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په اسلام آباد کې په لنډه خبري غونډه کې وویل چې د ۱۶ ساعتونو اوږدو مذاکراتو، بېلابېلو پړاوونو او د مسودو د تبادلې باوجود دواړه هېوادونه نهایي هوکړې ته ونه رسېدل. د هغه په وینا امریکا د نیک نیت له مخې له نرمښت سره خبرې وکړې، خو ایران د امریکا شرطونه ونه منل

هغه زیاته کړه چې امریکا خپلې “سرې کرښې” واضح کړې وې، خو ایران یې نه دي منلي. جي ډي ونس د پاکستان رول وستایه او له وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر څخه یې ځانګړې مننه وکړه، او له خبري غونډې وروسته بېرته ولاړ.

بل لوري ته د مذاکراتي سرچینو په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ مهم پرمختګ هم شوی دی. د امریکا له ۱۵ غوښتنو څخه ایران ۱۱ منلې دي، او د ایران له ۱۰ غوښتنو څخه امریکا ۸ منلې دي. له همدې امله “اسلام آباد اکارډ” جزوي بریا بلل کېږي، او پاتې مسایلو باندې به نورې خبرې اترې وشي

د ایران دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې سفارتکاري د ایران لپاره “مقدسه مبارزه” ده او هېواد به هېڅکله د خپل ملي حاکمیت او ګټو په برخه کې جوړجاړی ونه کړي. هغه پر امریکا د پخوانیو ژمنو ماتولو او “غیرقانوني اقداماتو” تورونه هم ولګول.

هغه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې شوې دي، چې پکې د هرمز تنګی، اټومي پروګرام، د جګړې تاوانونه، د بندیزونو ختمول او د سیمې د جګړې پای ته رسول شامل وو. د هغه په وینا ایران به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د پاکستان رول

شنونکي وايي پاکستان یو ځل بیا د مهم سفارتي رول په ترسره کولو دواړه لوري د خبرو میز ته راوستل. اسلام آباد نه یوازې د دې مذاکراتو کوربه و، بلکې د بیک چینل اړیکو او منځګړیتوب له لارې یې بهیر مخ ته وړی دی

ایراني ویاند هم د پاکستان له حکومت او ولس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان “مخلصانه هڅې” د دې بهیر په پرمختګ کې مهم رول لري

راتلونکی لوری

که څه هم سمدستي هوکړه نه ده شوې، خو کارپوهان وايي جزوي اتفاق او روان سفارتي بهیر ښيي چې دواړه هېوادونه د بشپړ درېدلو پر ځای د خبرو دوام ته لېواله دي تمه ده چې په راتلونکو پړاوونو کې پر پاتې اختلافاتو بحث وشي، چې له امله به د یوه جامع تړون لپاره لاره هواره شي

اسلام آباد مذاکرات یو ځل بیا پاکستان د نړیوالې سفارتکارۍ په مرکز کې ودراوه، چې له هغه ځایه د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم پرمختګونه تمه کېږي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *