اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر مهال د ځینو مسایلو په اړه پرمختګ سره سره پنځه لوی اختلافات داسې مخې ته راغلل چې د نهایي هوکړې په لاره کې یې اساسي خنډ جوړ کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په وینا، په ځینو ټکو کې تفاهم شوی، خو په څو مهمو موضوعاتو لا هم توافق نه دی شوی.
تر ټولو لوی او اساسي اختلاف د ایران د اټومي پروګرام پر سر دی، چیرې چې امریکا له ایران څخه بشپړ تضمین غواړي چې نه یوازې اټومي وسلې به نه جوړوي، بلکې د یورانیمو د غني کولو وړتیا به هم ختمه کړي. په مقابل کې ایران وايي چې د ملکي موخو لپاره د غني کولو حق لري او له دې څخه نه تېرېږي
لبنان وضعیت
دوهم مهم اختلاف د لبنان وضعیت دی، چیرې چې ایران د اسرائیلو د بشپړو عملیاتو ختمول ضروري ګڼي، خو د امریکا دریځ دا دی چې یوازې به د عملیاتو شدت کم شي، او د اسرائیل او لبنان ترمنځ مستقیمې خبرې اترې به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې ترسره شي، چې دا موضوع پر مذاکراتو مستقیم اغېز لري
درېیم لوی اختلاف د هرمز تنګي او د کښتۍ چلولو له چارو سره تړاو لري. امریکا پر ایران تور پورې کوي چې نړیوالو کښتیو ته خنډونه جوړوي او فیسونه لګوي، خو ایران دا خپل حاکمیت ګڼي او غواړي نوي قواعد وضع کړي.
څلورم اختلاف د ایران د سیمهییزو متحدینو په اړه دی، لکه حزبالله، حماس او نورې ډلې. امریکا او اسرائیل غواړي دا شبکې ختمې شي، خو ایران هغوی د خپلې دفاعي ستراتیژۍ برخه ګڼي او له هغوی د لاس اخیستلو لپاره چمتو نه دی
اقتصادي بندیزونه
پنځم مهم مسئله د بندیزونو لرې کول او کنګل شوې شتمنۍ دي. ایران غواړي ټول اقتصادي بندیزونه ختم شي او میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ بیرته ورکړل شي، خو امریکا وايي چې دا ډول لوی امتیازات سمدستي ممکن نه دي
شنونکي وايي چې همدا اساسي اختلافات د پرمختګ سره سره د نهایي هوکړې په لاره کې لوی خنډ پاتې دي، خو روان سفارتي بهیر ښيي چې دواړه لوري د بشپړ تعطل پر ځای تدریجي حل ته نږدې کېدلو هڅه کوي، او د پاکستان میزباني پکې د یوه مهم سفارتي پلیټ فارم رول لوبوي