تازه خبرونه

آی جي ایف سي نارتهه خیبر پښتونخو د وړوکي افغان رنځور ماشوم په اړه ځانګړې لارښوونه کړې ده

آی جي ایف سي نارتهه، افغانۍ مور په سمدستي ډول خپل رنځور بچي ته د راوستلو امر کړې دې
یاد ماشوم دا مهال د پېښور حیات آباد میډیکل کمپلکس کې داخلې دې او د ا افغانۍ ماشوم د زړه د سوري له ناروغۍ سره مخ دی

په انځور کې د رنځور افغان ماشوم مور ته په تورخم پوله د ایف سی چارواکو سره دي چې د افغان مور پلار میلمستیا وکړي او د ضروري پراسسس وروسته ی پیښور روغتون ته ورسوي

آی جي ایف سي نارتهه، افغانۍ مور په سمدستي ډول خپل رنځور بچي ته د راوستلو امر کړې دې.

د آی جي ایف سي نارتھ میجر جنرال انجم ریاض په ټولنیزو رسنیو خپور یو خبر باندې نوټس اخیستی او د تورخم د پولي چارواکو ته یې امر کړی چې د ۴۰ ورځني ناروغ افغان ماشوم مور ته دې سمدستي د پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي چې دا افغانۍ مور خپل رنځور ماشوم ته چې د پیښور په روغتون کې داخل دي ورشي . .

یاد ماشوم دا مهال د پېښور حیات آباد میډیکل کمپلکس کې داخلې دې او د ا افغانۍ ماشوم د زړه د سوري له ناروغۍ سره مخ دی.

د سرچینو ترمخه مور ی ویزه نه لرله نو یو بل تن ته ی دا ماشوم ورکړو او د پیښور روغتون ته ی ورسول او په روغتون کې ی داخل کړو.

د آی جي ایف سي د لارښوونې ورسته د ایف سي چارواکو په تورخم پوله افغانۍ مور او د ماشوم نیکہ ته اجازه ورکړل شوه چې پاکستان ته داخل شی او خپل ماشوم چې په روغتون کې داخل دي ورشی .

افغاني رنځور ماشوم مور او د هغه کورنۍ د ایف سي چارواکو د دې د خیر کار ستاینه کړې او ددوی څخه ی ځانګړې مننه کړې چې خپل رنځور بچي ته ورشي.

دا خبره مهمه ده چې د ضلع خیبر د جمرود یو سماجي او د خیر ښیګړې په کارونو کې بوخت یو تن اسلام بادشاه اپریدي هم په روغتون کې دې افغان رنځور ماشوم ډیر خدمت کړې دې او په سوشل میډیا یو داسې انځور خپور شوې چې ښایی دې تن خپله وړوکې لور د رنځور افغان ماشوم د خدمت لپاره روغتون ته راوستلې ده

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *