تازه خبرونه

 یو این ایچ سي آر د  اسلامي پراختیا بانک په مرسته افغانستان کې د روغتایی خدمتونو پروژه پیل کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره اداره یو این ایچ سي آر وایی چې په کونړ،کندهار او دایکنډي کې د روغتیایی خدمتونو لپاره ی۳ درې ملیونه ډالر ځانګړي کړي
د افغانستان کونړ ولایت په دې وروستیو کې د سختې زلزلې له امله سخت اغیزمن شوې دې

افغان چارواکو او ځایی مشرانو د کډوالو نړیوالې ادارې ځانګړې مننه کړي چې په زلزله ځپلي ولایت کونړ کې هم روغتیایی مرکزونه خلاصوي

په داسې وخت کې چې په افغاستان کې د ژمي ساړه پيل شوي ،د افغانستان په یو شمیر سیمو کې افغانستان ته واپس راستانه شوي افغان مهاجرین له یو شیمر ستونزو سره مخ دي

د ژمي په دې ساړه کې د کونړ اولس بیا په ځانګړي توګه دې وروستۍ زلزلې له امله بدا اغیزمن شوي دي خو په دې وخت کې د کډوالو په چاروک کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ لوري یو مهه خبر مخې ته راغلې دې

د رارسیدلي خبر ترمخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري  او  د اسلامي پراختیا بانک   په ملاتړ افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه نوې پروژه پیلوي

دغې کمیشنرۍ ویلي چې د دې پروژې بودیجه ۳ میلیونه ډالر ده، چې د دې لارې به د راتلونکو دوو کلونو پرمهال د افغانستان په  کونړ، کندهار او ډایکنډي ولایتونو کې په ټولو خدماتو سمبال درې روغتیایي کلینکونه جوړ او پرانیستل شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په وینا، دغه مرکزونه به څه‌باندې ۲۴۰ زره راستنو شویو، بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ته اساسي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي

د افغانستان د خیر ښیګړي تنظیمونو مشرانو، حکومتي چارواکو او ځوانانو د کډوالو د چارو نړیوالې ادارې ، یو این ایچ سي آر څخه ځانګړې مننه کړې چې د افغانستان په ولایت کونړ،کندهار او دایکنډي کې روغتیایی مرکزونه خلاصوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *