تازه خبرونه

ګلګت سيلابونه، د نجي ټي وي چينل خېبر اينکرپرسن شبانه لياقت،د هغې خاونداو ماشومانو بشمول د نور سيلګرو مړو د لټون لپاره آپريشن جاري دے

مختلف علاقو کښې روډونه د ټريفک لپاره بحال شويدي، د ټي وي چينل اينکرپرسن شبانه لياقت ګاډې دملبې نه ملاؤ شوېدے،صوبائي حکومت ترجمان
ګلګت سيلابونه، د نجي ټي وي چينل خېبر اينکرپرسن شبانه لياقت،د هغې خاونداو ماشومانو بشمول د نور سيلګرو مړو د لټون لپاره آپريشن جاري دے

ګلګت لينډسلائنډنګ:د خيبرټي وي اينکر شبانه لياقت سره د بچو او خاوند بے درکه

ګلګت بلتستان کښې راغلي سيلابونو او لينډ سلائيډنګ په وجه په لويه پيمانه تباهي خوره شويده،د سيلابونو لوجي نهه کلي په مکمله توګه توګه تباه شويدي، لينډ سلائيډنګ لوجې په بابوسر شاهراه او ديامر کښې ګڼ شمير سيلانيان ګهير شوي وو چې پکښې د پاک پوځ او مقامي ريسکيو اهلکارو په کوششونو زياتره سيلګريان حفاظت سره د متاثره علاقو نه راويستلي شوي وو۔ د ګلګت بلتسان حکومتي ترجمان فيض الله فراق وينا ترمخه سيلابونو لوجې لس تنه مړه شوي، او پنځلس سيلګري بے درکه شويدي، د بے درکه کسانو لټون په اتمه ورځ هم جاري دے، بے درکه شوي سيلګرو کښې د مقامي ټي وي چينل خيبر اينکرپرسن شپانه لياقت،د هغې خاوند او درې بچي هم شامل دي ۔ د حکومتي ترجمان فيض الله فراق ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې د خبريالې او ټي وي اينکر پرسن شبانه لياقت ګاډې د ملبې نه په داسې حالت کښې ملاؤ شوېدے چې ګاډې په مکمله توګه تباه شوي وو ۔ دې نه مخکښې د ملبے نه د شبانه لياقت د ځوي بټوه ترلاسه شوي وه چې پکښې د شبانه لياقت شناختي کارډ فوټو کاپي هم پرته وه ۔ فيض الله فراق زياته کړيده چې د بے درکه کسانو د مړو د لټون لپاره آپريشن جاري دے چې پکښې د پوليسو او انتظاميې نه علاوه د پاک پوځ او ډيزاسټر منيجمنټ محکمې اهلکار او ګلګت بلتسان اسکاؤټس برخه اخلي ۔ د سيلابونو او د لينډسلائيډنګ په وجه پنځوس کورونه په مکمله توګه تباه شويدي، او متاثره کسانو خيمو کښې منتقل کړي شويدي ۔ ګلګت بلتستان او خواؤ شا سيمو کښې د اوسني بارانونو لوجې د کلاؤډ بلاسټ،لينډ سلائيډنګ پيښې رامخې ته شوې وې چې د هغې وروستو په لويه پيمانه تباهي خوره شوي وه، ريسکيو چارواکو ترمخه د بحالۍ کار لپاره درنه مشنري استمالولي شي او د ټولو بے درکه کسانو د مړو د لټون لپاره ريسکيو آپريشن دولس ورځې تيريدو باوجود جاري دے۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *