تازه خبرونه

پاکستان د متحده قامونو سلامتي کونسل نه د کشمير مسئله هوارولو لپاره فوري اقدامات پورته کولو مطالبه کړېده

مقبوضه کشمير کښې روان د هند پوځ په ظلمونو د نړي والې ورورولۍ خاموشي اوس ختميدل پکار دي،عاصم افتخار
پاکستان د متحده قامونو سلامتي کونسل نه د کشمير مسئله هوارولو لپاره فوري اقدامات پورته کولو مطالبه کړېده

د منطقې امن لپاره د کشمير مسئله حل کيدل ضروري دي،عاصم افتخار

د متحده قامونو امن مشنز، نړي وال شخړو حل او د چيلنجونو مخ نيوي په معامله د متحده قامونو سلامتي کونسل اجلاس ته وينا په وخت د پاکستان مندوب عاصم افتخار نړۍ کښې امن بحالۍ لپاره د پاکستان په کردار رڼا اچولې ده او د مقبوضه کشمير مسئله ئي هم په سلامتي کونسل کښې پورته کړې وه ۔
پاکستاني مندوب عاصم افتخار وئيلي دي چې د کشمير مسئله تر دې وخت پورې نه حل کيدل دمتحده قامونو ادارے په کارکردګۍ سواليه نښه ده، د هغه وينا وه چې د متحده قامونو په اجلاسونو کښې شخړې د مذاکراتو او د سفارتکارۍ د لارې حل کولو خبرې کيږي او قراردادونه هم منظوريږي خو ډير د افسوس مقام دے څو لسيزو راهسې په مقبوضه کشمير کښې روان د هند پوځ په ظلمونو نړي والې ورورلۍ خاموشي خپله کړيده ۔


د عاصم افتخار وينا ترمخه د مقبوضه کشمير مسئله د اوږدې مودې راهسې د سلامتي کونسل په ايجنډا موجود ده ولې د دې مسئلې سياسي او پرامن حل راويستو لپاره په مخلصانه توګه هيڅ اقدامات نه پورته کيږي، پاکستاني مندوب د کشمير مسئله د متحده قامونو د قراردادونو او د کشمريانو د رائے مطابق حل کولو مطالبه کړيده ۔ عاصم افتخار د سيمې او نړۍ د امن لپاره د پاکستان د کردار ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې د نړۍ اته څلويښت ملکونو کښې د متحده قامونو په امن مشنز کښې د پاکستان دوه لکه نه سيوا سيکيورټي اهلکار تعينات دي اوسه پورې د پاکستان يوسل دوه اتيا پوځيانو د امن مشنز دوران د خپل ځانونو قربانې ورکړيدي ۔ عاصم افتخار زياته کړيده چې پاکستان هميشه نړي وال شخړې او د ملکونو ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي د سفارتکارۍ او خبرو د لارې حل کولو باندې زور راوړېدے د منطقې د امن او څوکالۍ لپاره د کشمير مسئله حل کيدل ضروري دي بايد چې سلامتي کونسل دې سلسله کښې خپل کردار ادا کړي ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *