تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد له افغانستانه غوښتي چې د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ شخړه هوارولو کې رول ولوبوي

زلمي خلیلزاد په خپل مهم بیان کې ویلي دي چې پاکستان او ټي ټي پي ترمینځ شخړې ګڼ شمیر پوځیانو او ملکي وګړو ته زیان اړولې دې.
 د افغانستان بګرام هوایی ډګر په اړه ځانګړې خبر مخې ته راغلې

خلیلزاد ویلي دي چې امریکا نه غواړي یو له افغانستان څخه بګرام هوایی ډګر واخلي

په داسې وخت کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد عملیات دوام لري، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ استازې زلمې خلیلزاد لوري  د پاکستان او د ټي ټي پي سره د شخړې په اړه یو مهم پیغام مخې له راغلې دې.

‏‏د افغانستان سولې لپاره د امریکا حکومت او د امریکا ولسمشر  پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې مهم بیان کې وایی  چې د پاکستان پوځ او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شخړې د پوځیانو او ملکي وګړو د ګڼ شمېر تلفاتو لامل شوې دي..

نوموړي په خپلو  څرګندونو کې ویلي دي ې اوس یې وخت را رسېدلی چې سیاسي تګلاره بدله او دواړه خواوې خبرو ته کېني او ددې ستونزې حل له خبرو اترو له لارې را اوباسي  چې د ملکي پوخیانو او د ملکي وګړو نور زیان څخه بچ شي.

دلته باید یادونه وشي چې په دې مهم پیغام کې خلیلزاد له افغانستان هم مهمه غوښتنه کړې ده، نوموړي ویلي دي چې په دی شخړه هوارولو کې باید د افغانستان حکومت هم پیاوړي رول ولوبوي چې دا شخړو د خبرو اترو له لارې هواره شي.

د فاعي چارو کارپوهان وایی چې د خلیلزاد دا بیان به د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې او د پاکستان حکومت د ټي ټي پي سره د شخړ په هوارولو کې ډیر مثبت رول ولوبوي، خو بیا پوهان وایی چې که چیرې خلیلزاد د پاکستان او ټي ټي پي ترمینځ د شخړې هوارولو لپاره ښه فعال رول ولوبوي نو بیا د پاکستان او په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي جنګیالو سره خبرې اترې باورې شی کوم به چې د شخړې په هوارولو کې باوري رول ولوبوي.  

نورخبرونه

جنوبي وزیرستان کې ترهګرو ۱۲ امنیتي اهلکار شهیدان کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *