د ایشین کرکټ کونسل ،اې سي سي، د انډر ۱۹ اسیا کپ په فاینل کې پاکستان هند ته د ۱۹۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او ټرافي یې په خپل نوم کړه
پاکستان هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړې وو ، د هند لوبډله په ۱۵۶ منډو ټول آوټ شوه او دغه شانه پاکستان هند ته یو عبرتنک شکست ورکړو
د آسیا کپ انډر ۱۹ په فاینل لوبه کې هند د ټاس ګټلو وروسته د پاکستان پر وړاندې د لومړي فیلډنګ پرېکړه کړې وه
پاکستان په ټاکلو ټولو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په تاوان ۳۴۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د بریا لپاره ۳۴۸ منډې هدف ورکړ کوم چې د هند توپ وهونکو له لوري مکمل نه کړې شو
دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې د هند پر ضد توپ وهنه کې سمیر منهاس په زړه لوبه وکړه او په ۱۱۳ بالونو یې د ۱۷ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مرسته ۱۷۲ منډې جوړې کړې
سمیر منهاس د دې ټورنمنټ تر ټولو ډېر منډې جوړوونکی توپ وهونکې هم اعلان شو
د پاکستان ټیم تود هرکلې وشو
د انډر ۱۹ اسیا کرکټ کپ په فاینل کې هند ته له عبرتناکې ماتې ورکولو وروسته، د پاکستان ځوان شاهینان د اسیا کپ له ټرافۍ سره هېواد ته راستانه شول۔
په اسلاماباد هوايي ډګر کې د انډر ۱۹ کرکټ ملي لوبډلې تود هرکلې وشو،د شپې ناوخته د خلکو لوی شمېر د لوبغاړو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته رارسیدلي وو
پاکستان ته په رارسیدلو د پاکستان پر لوبغاړو ګلان وشیندل شول، د ګلونو هارونه ور په غاړه شول او ګلدستې هم ورکړل شوې۔
د پاکستان هند ته په ماتې ورکولو سره پاکستان اولس لوري په هوایی ډګر نڅا وشوه او د ډیر خوشحالۍ څرګندونه وشوه
د هوايي ډګر نه بهر اورلوبه ، آتشبازي هم وشوه او د لوبغاړو د هرکلي پر مهال فضا د پاکستان زندهباد نعرو څخه ډکه شوه
د پاکستان کرکټ بورډ چیف آپرېټنګ افسر سمیر احمد، د کرکټ ټیم های پرفارمنس ډایرکټر عاقب جاوېد او نور د پي سي بي چارواکي هم د لوبغاړو هرکلي لپاره ولاړ وو
وروسته ټول لوبغاړي د وی آی پي پروټوکول لاندې له هوايي ډګر څخه مقامي هوټل ته ورسول شول

