تازه خبرونه

پاکستان انډر ۱۹ آسیا کپ کې هند له عبرتناکه ماتې ورکړه

د پاکستان انډر ۱۹ کرکټ ټیم لوبغاړو ته په اسلام آباد هوایی ډګر تود هرکلې اوویل شول او په لوبغاړو ګلونه وشیندل شو
د پاکستان چمتو توپ وهونکي سمیر منهاس د هند پر ضد په زړه لوبه وکړه او په ۱۱۳ بالونو یې د ۱۷ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مرسته ۱۷۲ منډې جوړې کړې

د آسیا کپ په فاینل لوبه کې پاکستان هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړې وو خو هند دا هدف مکمل نه کړې شو او د هند ټیم په ۱۹۱ منډو له پاکستان ټیم څخه درنه ماتې اوخوړه

د ایشین کرکټ کونسل ،اې سي سي،  د انډر ۱۹ اسیا کپ په فاینل کې پاکستان هند ته د ۱۹۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او ټرافي یې په خپل نوم کړه

پاکستان هند ته د  ۳۴۸ منډو هدف ورکړې وو ،  د هند لوبډله په ۱۵۶ منډو ټول آوټ شوه او دغه شانه پاکستان هند ته یو عبرتنک شکست ورکړو

د آسیا کپ انډر ۱۹ په فاینل لوبه کې  هند د ټاس ګټلو وروسته د پاکستان پر وړاندې د لومړي فیلډنګ پرېکړه کړې وه

پاکستان په ټاکلو ټولو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په تاوان ۳۴۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د بریا لپاره ۳۴۸ منډې هدف ورکړ کوم چې د هند توپ وهونکو له لوري مکمل نه کړې شو

دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې د  هند پر ضد توپ وهنه کې  سمیر منهاس په زړه لوبه وکړه  او په ۱۱۳ بالونو یې د ۱۷ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مرسته ۱۷۲ منډې جوړې کړې

 سمیر منهاس د دې ټورنمنټ تر ټولو ډېر منډې جوړوونکی توپ وهونکې هم اعلان شو

د پاکستان ټیم تود هرکلې وشو

د انډر ۱۹ اسیا کرکټ کپ په فاینل کې هند ته له عبرتناکې ماتې ورکولو وروسته، د پاکستان ځوان شاهینان د اسیا کپ له ټرافۍ سره هېواد ته راستانه شول۔

په اسلام‌اباد هوايي ډګر کې د انډر ۱۹ کرکټ ملي لوبډلې تود هرکلې وشو،د شپې ناوخته د خلکو لوی شمېر د لوبغاړو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته رارسیدلي وو

پاکستان ته په رارسیدلو د پاکستان پر لوبغاړو ګلان وشیندل شول، د ګلونو هارونه ور په غاړه  شول او ګلدستې هم  ورکړل شوې۔

د پاکستان هند ته په ماتې ورکولو سره پاکستان اولس لوري په هوایی ډګر نڅا وشوه او د ډیر خوشحالۍ څرګندونه وشوه

د هوايي ډګر نه بهر اورلوبه ، آتش‌بازي هم وشوه او د لوبغاړو د هرکلي پر مهال فضا د پاکستان زنده‌باد نعرو څخه ډکه شوه

د پاکستان کرکټ بورډ چیف آپرېټنګ افسر سمیر احمد، د کرکټ ټیم های پرفارمنس ډایرکټر عاقب جاوېد او نور د پي سي بي چارواکي هم د لوبغاړو هرکلي لپاره ولاړ وو

وروسته ټول لوبغاړي د وی آی پي پروټوکول لاندې له هوايي ډګر څخه  مقامي هوټل ته  ورسول شول

Related Articles

د پاکستان هڅې د يو لوري د بري يا ماتې لپاره نه، بلکې د سيمې د ثبات لپاره دي. کله چې مستقيمې خبرې ټکنۍ شي، د پاکستان شتون د تاوتريخوالي د کمولو مهمه وسيله ده

April 24, 2026

په افغانستان کې د “اقلیت” او “اکثریت” مفاهیم یوازې پر مفروضو ولاړ ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دا تر ډېره د سیاسي ګټو لپاره کارول شوي دي

April 24, 2026

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سیمې د لوی شخړې د مخنیوي لپاره دې ټول اړخونه مسؤلیت وښيي. پوځي مشرتابه وویل چې پاکستان به په سیمه کې د ثبات او سولې د هرې هڅې ملاتړ ته دوام ورکړي

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *