تازه خبرونه

هند لوري اوبو خوشي کیدل: پنجاب کې پوځ راغوښتل شوې

د سېلابي څپو او سختو بارانونو له امله د شاهدرې او موټروې د ټيټو سيمو لپاره هم د سېلاب خبرداری ورکړل شوی دی
هند لوري اوبو خوشي کیدل: پنجاب کې پوځ راغوښتل شوې

ته په نارووال کې د سېلابي څپو په منځ کې بند پاتې پنځوس کسان ژغورل شوي دي

پرله‌پسې بارانونه او د هند له لوري د ۲ لکه کيوسک اوبو خوشې کېدو وروسته راوي، چناب او ستلج سيندونو کې سختې سیلابۍ څپۍ راغلې دي چې له امله ی په پنجاب کې ګڼې ضلعې د سېلاب تر اغیز لاندې راغلي دي او د پنجاب په ۶ ضلعو کې ه پوځ رابلل شوی دې

راپورونه وايي چې د هيډ مراله په سيمه کې د درياب چناب پر سر د سېلاب خطر رامنځته شوی ، د انتظاميې په وينا د ګنډه سنګ والا او جسړ په سيمو کې د لوړې کچې سېلاب راغلی د

د سېلابي څپو او سختو بارانونو له امله د شاهدرې او موټروې د ټيټو سيمو لپاره هم د سېلاب خبرداری ورکړل شوی دی او په دې سیمو کې اولس ته خوندي سیمو ته تلل لپاره ویل شوي دي

انتظاميې ويلي چې په راوي سیند کې د اوبو جريان په پرله‌پسې ډول د زياتېدو په حال کې دی. د وضعيت د جدي کېدو له امله بیړنی حالت اعلان شوی او خطر زنګونه (سايرن) هم غږول شوي دي

انتظاميې خلکو ته لارښوونه کړې چې د هر ډول ستونزې او بيړني حالت پر مهال دې له ۱۱۲۲ او پنجاب پوليسو سره اړيکه ونيسي، ځکه چې دوی هر وخت د راوي سیند پر غاړه موجود دي

بل لور ته په نارووال کې د سېلابي څپو په منځ کې بند پاتې پنځوس کسان ژغورل شوي دي

د هند له لوري د اوبو خوشې کولو له امله ګڼ ښارونه او کلي د سېلاب تر اغېز لاندې راغلي دي. سېلابي څپو د سيندونو شاوخوا مېشتې ابادۍ، حويلۍ او درې ډیری زيانمن کړي دي

د راوي، ستلج او چناب سیندونو شاوخوا د سېلاب د وضعيت له امله د وزيراعظم شهباز شريف په ځانګړې لارښوونه د رېسکيو، پوليسو او انتظاميې ټولې ادارې په بشپړه توګه فعاله شوي دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *