تازه خبرونه

مولانا فضل الرحمان: خپل موقف به بدل نه کړم،   که ضرورت شې اسلام‌اباد ته به لاریون اوباسې

فضل رحمان وایی د پاکستان د اسلامي تشخص او ولسي حقونو د خوندي کولو دپاره به خپله مبارزه جاری ساتی
د جمعیت علمای اسلام ف مشر وایي پاکستان باید د اسلامی رورولی، امن او ازادي هېواد جوړ شي

مولانا فضل رحمان په کاټلنګ دارالعلوم کی د حفظ القرآن یوې درنې غونډې ته وینا کړې ده او په حکومت ی سختې نیوکې کړي دي

مردان :  د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې خپل  موقف به نه بدلوي او که اړتیا پېدا شي نو اسلام‌اباد ته د تګ پرېکړه به وکړي

مولانا فضل الرحمان دغه څرګندونې د مردان په کاټلنګ  بابوزئی کې د تکمیلِ حفظ القرآن کریم په یوه مذهبي غونډه کې وکړې. هغه وویل چې پاکستان باید د اسلامي هیلو او ارمانونو مطابق هېواد وي، داسې ځای چې خلک پکې په ازاده توګه خپل دینی او مذهبي اعمال ترسره کړي

هغوی زیاته کړه چې پاکستان باید د امن، ورورولۍ او ازادۍ نښه وي، او حکومتونو ته پکار دي چې ولس ته د هغوی حقونه ورکړي. د مولانا په وینا، نن سبا اساسي قانون د لوبي وسیله ګرځول شوی او د ولس پر ځای د څو سترو کسانو په خوښه پکې بدلونونه راوستل کېږي

مولانا فضل الرحمان وویل چې د عوام ارمانونو قتل کیږی او د ۲۷مې اییني ترمیم لپاره خلک رانیول شوي وو څو دوی په دریو کې د دو  اکثریت برابر کړي، خو په پای کې دا ترمیم په “خالي اکثریت” سره منظور شو

د جے یو آی مشر همدارنګه ادعا وکړه چې سی پیک لا هم تړلی پروت دی او د افغانستان په اړه د حکومت پالیسي ګډوډه ده، چې له امله یې اقتصادي او سیمه‌ییزې ګډې پروژې اغېزمنې شوې دي

ددې وړاندی مرکزی حکومت د پارلمان څخه د 27م ترمیم منظوری اخستی وه او په هغې کی مرکز ویلی وو چی په قامی اسمبلۍ او سینیټ کی اکثریتی ګوندونو پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ ن دغه ترمیم منظور کړی وو چی پکی د اختیاراتو مناسب تقسیم راوړلی شوی وو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *