تازه خبرونه

مقبوضه کې سخت بارانونه: ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، باران په قبضه شوي جمو او کشمیر ، جموں، سانبا، کٹھوعه، ادهم پور، راجوري او په نور اړوندو غرنیو سیمو کې شوې دې
مقبوضه کې سخت بارانونه: ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

د بارانونو د شدت له امله د جموں او کشمیر حکومت ټولې تعلیمي ادارې او دولتي دفترونه تړلي، خو د اړتیا وړ خدماتو او د امینیت اړوند خدمتونو پورې اړوند ادارې له دې امره مستثنا ګرځول شوي دي

په مقبوضه کشمیر کې پرله‌پسې سختو بارانونو ویجاړي او زیانونه رامنځته کړې، د غرونو ښویدو له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د نهې په ورځ د مقبوضه کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د درېیمې ورځې لپاره هم سخت بارانونه دوام وکړل او یوازې په جموں کې له سهاره تر ماښامه (۸:۳۰ بجو څخه تر ۱۱:۳۰ بجو پورې) ۳۶۰ ملي متره باران ثبت شوی دی

د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، باران په جموں، سانبا، کٹھوعه، ادهم پور، راجوري او په نور اړوندو غرنیو سیمو کې شوې دې

هندي رسنۍ وايي چې د ځمکې ښوېدنې ، لینډ سلایډنګ له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي. دغه مړینې د دوډه په سیمه او د ویشنو دیوي د زیارت پر لارې شوې دي

د بارانونو د شدت له امله د جموں او کشمیر حکومت ټولې تعلیمي ادارې او دولتي دفترونه تړلي، خو د اړتیا وړ خدماتو او د امینیت اړوند خدمتونو پورې اړوند ادارې له دې امره مستثنا ګرځول شوي دي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د هندوستان د هوا پېژندنې ادارې زیاتوي چې د جموں جنوب لویدیځ، کٹھوعه او ادهم پور په ځینو برخو کې د باران ورولو سیسټم لا هم موجود دی، او ښايي په ځینو سیمو کې بارانونه دوام وکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *