تازه خبرونه

ماسکو کې ځانمرګي بريد:  درې کسان وژل شوي

په ماسکو کې چاودنه هغه مهال وشوه چې د ټرافيک پوليسو د دسمبر ۲۳ ناوخته د ييلتسکایا کوڅې کې يو مشکوک کس د اودرولو هڅی اوکړی
په ماسکو کې د ييلتسکایا کوڅې د چاودنې په ځای کې د پوليسو محاصره او د بېړنيو خدماتو کارکوونکي

ماسکو کې د ځانمرګي برید وروسته سمدستي امنیتي اهلکار دپیښې ځای ته ورسیدل او سیمه ی کلابنده کړه، پولیس وایی د بریدګر د هویت په اړه پلټنې دوام لري

 د روس په سر ښار ماسکو کې  دولتي رسنيو د راپور  ورکړی چې د دسمبر ۲۳ ناوخته په ماسکو کې يوه مشکوک ځانمرګي بريدګر چاودېدونکی توکي والوزول، چې له امله يې درې کسان ووژل شول، په وژل شوی کسانو کی  دوه د ټرافيک پوليس افسران هم شامل دي

د روسيې د دولتي خبري ایجنسئ د معلوماتو له مخې، دا پېښه د دسمبر ۲۳ او ۲۴ تر منځ شپه د ييلتسکایا کوڅې کې هغه وخت رامنځته شوه  کله چې  دوه د ټرافيک پوليس افسرانو يو مشکوک کس وليد چې د يوې خدمتي موټر ته نږدې ولاړ و او د پوښتنو لپاره يې د نيولو هڅه وکړه

معلومات ښیې کله چی پوليس ورنږدې شول، ياد کس چاودېدونکی موادو ته چاودنه ورکړه  چې له امله يې زوروره چاودنه وشوه. دواړه پوليس افسران په ځای ووژل شول، او بريدګر هم په پېښه کې ووژل شوې

د درېيم وژل شوي کس راپور هم ورکړل شوی، خو د نورو احتمالي ټپيانو په اړه سمدستي معلومات نه دي خپاره شوي

د بېړنيو خدماتو ټيمونو او قانون پلي کوونکو ادارو ژر تر ژره سيمه کلابنده کړه او پلټنې يې هم  پيل کړې

چارواکو د جنايي څېړنو د پيل اعلان کړی او هڅه کوي چې د بريدګر هويت، د کارول شوي چاودېدونکي موادو ډول، او دا چې ايا دا پېښه له کومې منظمې وسله والې ډلې سره تړاو لري که نه، پلټنی روانی دي

له چاودنې وروسته په سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړل شول، او چارواکو وويل چې د پلټنو له پرمختګ سره به نور معلومات هم خپاره شي

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *