تازه خبرونه

لکي مروت کې د پولیس په موټر ځانمرګی برید: یو پولیس شهید او پنځه نور ټپیان شوي

ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي سره اوربند پای ته رسیدلو وروسته په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کی په ترهګریز بریدونو کی زیات والی راغلی
د ترهګرو ډلو لوري په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کی ترهګر حملې زیاتې شوی

د لکي مروت پولیس چارواکي وایی دوی د برید وروسته په سیمه کې د پلټنې اپریشن پیل کړې دې

لکي مروت :  د خیبرپښتونخوا د لکي مروت په تاجوري سیمه کې نن د ګل په ورځ پر پولیسو ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې یو پولیس افسر شهید شوی او پنځه نور ټپیان دي،چارواکو دا پیښه تایید کړی او وایی په سیمه کې د څارنې عملیات پیل کړي دي

د لکي مروت د پولیس ویاند اصف حسن ددی پخلی کړی او وايي  ,,ځانمرګي بریدګر د پولیسو پر موبایل موټر خېژولی چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوې. هغه وایی چې په برید کې شهید شوی اهلکار  د پولیسو هیډ کانسټیبل علاؤالدین دی . د ویاند په خبره، د بریدګر یو بل ملګری له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونو د هغه د نیولو لپاره چاپې او لټون پیل کړی دی

په پېښه کې د یو پولیس افسر په شمول  پنځه نور کسان ټپیان شوي په دوی کې یو اهلکار   اې ایس ایي حق نواز، کانسټیبل یارمحمد، د الیټ فورس کانسټیبل کمال احمد، ایلیټ فورس کانسټیبل نعیم الله، او د ډیوټي فوټ کانسټیبل نصرالله شامل دی

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په سختو ټکو برید غندلی او ویلي یې دي چې د پولیسو قربانۍ به “هیڅکله ضایع نه شي.” هغه زیاته کړه چې صوبایي حکومت د پولیسو تر څنګ ولاړ دی او د امن او قانون ساتنه یې لومړیتوب دی په پاکستان کې څو میاشتو راهسی  ترهګر بریدونه زیات شوي او په  خصوصی توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونه  تر ټولو زیات مخی ته راځی  چې  د ناقانونه ګرځولې  شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې له حکومت سره اوربند پای ته ورسوه  او بیا یې د امنیتي ځواکونو پر ضد حملې اعلان کړې. یوازې تېره اوونۍ په هنګو کې پر یو چیک پوسټ د وسله‌والو برید کې درې پولیس سرتېري شهیدان شوي وو. ددی وړاندی په اسلام اباد او پیښور کی په امنیتی چارواکو هدفي او ځان مرګی بریدونه شوي چې په پایله کې ی ګڼ شمیر سرکاري او عام وګړي شهیدان او ټپي شوي دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *