تازه خبرونه

لنډي کوتل کې د غیرقانوني افغان مهاجرنیو پر ضد اقدام

پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه د لنډي کوتل په سیمه کې د غیرقانوني افغان مهاجرینو پر ضد پولیسو اقدام کړې او یو شیمر ی نیولې هم دي
لنډي کوتل نه تیره ورځ هم ۳۳ افغان وګړي افغانستان ته ډیپورټ شول

د لنډي کوتل پولیسو رسنیو ته وویل چې یو افغان مهاجر د خپلې پاکستانۍ ښځې له امله افغانستان ته ډیپورټ نه کړې شو

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې نن د زیارت په ورځ په لنډي کوتل سیمه کې اوسیدنکي افغان مهاجرینو پر ضد اقدام کړې دې او يو شمیر افغان وګړي ی نیولي دي

د ځایی سرچینو ترمخه نن د زیارت په ورځ لنډي کوتل بازار کې غیرقانوني افغان مهاجرینو پر ضد ضد پولیسواقدام کړې دې او یو شمیر غیرقانوني افغان مهاجرین ی نیولي دي

اته کسان ی افغانستان ته ډیپورټ کړل

یو پولیس اهلکار وویل چې په لنډي کوتل بازار کې ی ۱۲ افغان مهاجرین ونیول ، وې ویل چې په دې کسانو کې ۴ څلورو کسانو سره څه عدالتي اسناد وو، وې ویل دا کسان ی پریښودل او نور ۸ اته کسان ی په تورخم سرحد افغانستان ته ډیپورټ کړل

  انتظامیه معلوماتو ترمخه په دې وروستیو کې له لنډي کوتل څخه ۸۰۰ اته سوه څخه زیات افغان وګړي واپس افغانستان ته تللي دي

باید یادونه وشی چې د تیر کال ۲۰۲۵ په دسمبر میاشت کې په لنډي کوتل کې انتظامي افسرانو په سمیه کې غیرقانوني میشت افغان مهاجرینو ته لارښوونه کړې وه چې دوی دې په خپله خوښه سیمه پریږدي او افغانستان ته دې واپس لاړ شي

نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *