تازه خبرونه

دي ډيپلومیټ: پاکستان په نړیواله کچه سفارتکارۍ کې یو وتلې هیواد بللې

نړیوالې مجلې ويلی، چین د پاکستان مخ پر زیاتېدونکي سیمه‌ییز رول، قوي سفارتکارۍ او پر ملي مسئلو د حکومت، ادارو او ولس د یو شان دریځ ستاینه کړې ده
د پاکستان او چین مشران د رسمي ناستې پر مهال، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ډیپلوماتیکې اړیکې او سیمه‌ییزه همغږي ښيي

دي ډیپلومیټ لیکي، چین پاکستان یو اقتصادي پیاوړی هېواد بولي، چې نه یوازې د خپلو پولو دننه بلکې له سرحدونو بهر هم مهم او اغېزمن رول لوبولی شي

اسلام‌اباد : نړیوالې مجلې  دي ډیپلومیټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اغېزمنې او فعاله سفارتکارۍ له برکته پاکستان په سیمه کې د پام وړ هېواد ګرځېدلی دی.

د راپور له مخې، چین د پاکستان د زیاتېدونکي سیمه‌ییز نفوذ او غوره ډیپلوماتیکو هڅو په ښکاره ډول ستاینه کړې ده.

راپور زیاتوي، چې د پاکستان حکومت، دولتي ادارې او ولس پر ملي مسایلو یو شان، روښانه او بې‌ابهامه دریځ لري، چې همدې همغږۍ ته په نړیواله کچه مثبت غبرګون ښودل شوی دی

د مجلې په وینا، همدغه اغېزمنه سفارتکاري ده چې پاکستان یې د سیمې د مرکزِ توجه په توګه مطرح کړی دی.

دي ډیپلومیټ لیکي، چین پاکستان یو اقتصادي پیاوړی هېواد بولي، چې نه یوازې د خپلو پولو دننه بلکې له سرحدونو بهر هم مهم او اغېزمن رول لوبولی شي. راپور کې دا هم ویل شوي، چې له امریکا سره د ښو اړیکو تر څنګ، د پاکستان او چین دوستي په سمه او مثبت لوري روانه ده. د راپور له مخې، چین د پاکستان د نړیوالو او سیمه‌ییزو چارو په اړه مهم رول ته دوامداره ملاتړ څرګند کړی او دا اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ستراتیژیک ارزښت لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *