تازه خبرونه

د پېښور هوايي ډګر دهند : د  لید  شرح تر ۵۰ مټرو راکوزه شوی

د خراب موسم له امله ځینې الوتنې وځنډېدې او ځینې نورې لاهور، کراچۍ او اسلام‌اباد ته اړول شوې
په پېښور هوايي ډګر کې د سخت دهند پر مهال ولاړې الوتکې او د هوايي ډګر فعاليت

د دهند له امله د پېښور باچا خان نړيوال هوايي ډګر کې اغېزمن شوی هوايي تګ راتګ

پېښور: د پېښور په باچا خان نړيوال هوايي ډګر کې د سخت دهند  له امله د لید شرح تر ۵۰ مټرو پورې راکم شوی، چې له کبله یې د الوتنو چارې سختې اغېزمنې شوې دي.

 د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (پي اې اې) وویلی د خراب موسم له امله ګڼې الوتنې ځنډېدلې او ځینې نورو ته د بدلو هوايي ډګرونو لارښوونه شوې ده

د پي اې اې له مخې، له شارجه څخه پېښور ته روانه د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتنه  پي کې ۲۵۸ د خراب موسم له امله لاهور ته واړول شوه او د ابوظهبۍ څخه راتلونکې د پي آئي اې الوتنه پي کې ۲۱۸  کراچۍ ته اوګرځول شوه.

 همدارنګه، له دوبۍ څخه پېښور ته روانه الوتنه پي کې ۲۸۴ اسلام‌اباد ته واړول شوه.

چارواکي وایي چې له دوبۍ څخه راتلونکې د امارات هوايي شرکت الوتنه اي کې ۶۳۶ او له ابوظهبۍ څخه راتلونکې د اتحاد هوايي شرکت الوتنه اي وایی ۲۷۶  د خراب موسم له امله ځنډېدلې دي.

د پېښور څخه ابوظهبۍ ته روانه د اتحاد هوايي شرکت الوتنه اي وایی ۲۷۷  او له پېښور څخه دوبۍ ته روانه د امارات هوايي شرکت الوتنه اي کې ۶۳۷ هم ځنډېدلې دي. د پاکستان هوايي ډګرونو ادارې ویلي چې تر ورځې شاوخوا يوولسو نيمو بجو پورې د لید شرح د خراب پاتې کېدو امکان شته، چې له امله به د هوايي تګ راتګ بهير اغېزمن پاتې شي. مسافرو ته سپارښتنه شوې چې د خپلې الوتنې په اړه تازه معلومات د اړوندو هوايي شرکتونو څخه ترلاسه کړي

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *